د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت پر چینايي انجینرانو د وروستي برید په تړاو د ۵ امنیتي چارواکو دندې ځنډولې دي


د شانګلې په بشام کې د مارچ پر ۲۶مه پر چینایي انجینرانو تر برید وروسته امنیتي سرتېري د سیمې معاینه کوي.
د شانګلې په بشام کې د مارچ پر ۲۶مه پر چینایي انجینرانو تر برید وروسته امنیتي سرتېري د سیمې معاینه کوي.

د پاکستان حکومت د خیبر پښتونخوا په بشام کې پر چینايانو د شوي برید په اړه تر لومړنیو پلټنو وروسته د پینځو پولیس او امنیتي افسرانو پر ضد د کاروایۍ اعلان کړی دی.

د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر عطا الله تارړ د اپرېل پر شپږمه په لاهور کې خبري غونډې ته وویل چې وزیراعظم میا شهباز شریف دا پرېکړه د هغې پېښې په اړه د پلټنیزې ډلې د رپورټ پر اساس کړې ده.

ده وویل، د وزیراعظم له امر سره سم د هزارې ډېوېژن او د بر او کوز کوهستان ضلعو د پولیسو مشرانو، د داسو انرژۍ پروژې د امنیت او د خیبر پښتونخوا د ځانګړي امنیتي ځواک د مشرانو دندې ځنډېدلې دي او پرضد یې په خپلو چارو کې د غفلت له وجې کاروايي کېږي.

تارړ وویل، د بشام برید په اړه پلټنیزې ډلې هغه چارواکي په غفلت تورن کړي دي او پرضد یې کاروايي په ۱۵ ورځو کې دننه پیلېږي.

هغو چارواکو تر اوسه د حکومتي تورونو او اعلان په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۲۶مه د خیبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې په یو ځانمرګي برید کې پینځه چینایي انجینران او د هغوی پاکستانی ډرېور ووژل شول.

هغو انجینرانو په داسو کې د اوبو بند او برېښناکوټ پر جوړولو کار کاوه.

تر اوسه پورې هېڅ وسلوالې ډلې د هغې حملې ذمه واري نه ده منلې.

مشال راډیو ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د مارچ ۲۶مې تر برید وروسته ۱،۲۰۰ چينايي انجینران له پاکستانه تللي او د داسو تر څنګ پر باشا ډیم کار درېدلی چې له وجې یې په زرګونو پاکستانيان بې روزګاره شوي دي.

بیجنګ تر برید وروسته له اسلام اباده چینايي وګړو ته د بشپړ امنیت ورکولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان حکومت د مارچ پر ۲۷مه نېټه د بريد د پلټنې لپاره ګډه تحقیقاتي ‌ډله جوړه کړې وه او تر دې دوه ورځې وروسته د چینايي پلټونکو یوه ډله هم پاکستان ته ورسېده.

د بر کوهستان په داسو سیمه کې د اوبو پر یو بند له تېرو یوشمېر کلونو راهیسې کار روان دی چې پر کارکوونکو یې تر دې مخکې هم حملې شوې دي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم پر چینايي کارکوونکو او وګړو بریدونه شوي دي. د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۱۴مه هم په داسو سیمه کې د چینايي کارکوونکو پر بس حمله شوې وه چې پکې د نهو چینايي وګړو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي ول.

چین له پاکستان سره د اقتصادي دهلېز یا لارې (سیپېک) په پروژو کې د څه د پاسه ۶۵ اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو پانګونه کړې ده چې پکې د داسو او دیامر باشا بند تر څنګ د بلوچستان د ګوادر بندر هم شامل دی. هغه پروژې د بیجنګ د یوې کړۍ، یوې لارې (بېلټ اېنډ روډ) نوښت لویه برخه دي.

په بلوچستان او کراچۍ کې پر چینایانو د یوشمېر حملو مسوولیت بلوڅ بېلتونپالو وسلوالو ډلو منلی دی.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG