د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې بیا بیا سیاسي کړکیچ ولس له پامه غورځوي


د تحریک انصاف مشر عمران خان او د تحریک منهاج القرآن مشر طاهرالقادري
د تحریک انصاف مشر عمران خان او د تحریک منهاج القرآن مشر طاهرالقادري

په داسې حال کې چې په پاکستان کې د حکومت او اپوزیشن ګوندونو ترمنځ د پاناما اسنادو پر معامله کړکېچ دوام لري، څېړونکي وايي حکومت د ترهګرۍ خلاف قومي اېکشن پلان ته سمه توجه نه ورکوي چې په نتیجه کې یې ښايي په هغه هېواد کې وسله وال یو وار بیا قوي شي.

د سیمه ییزو چارو پوه رحیم الله یوسفزي وویل چې په پاکستان کې د پاناما اسنادو په څیر یو نه یو سیاسي جنجال تل روان وي چې له کبله یې نه ولسي حکومت او نه پوځ پر یو څرګنده لار یوځایې تلای شي بلکه زیاتوي چې ولسي مسلو ته تل سم پام نه کیږي.

((که څه هم د ترهګرۍ پېښې کمې شوي دي خو لا هم د بدامنۍ خاتمه نه ده شوې . هلته ولسي (سیویل) حکومت او اپوزیشن ګوندونه د خپلو سیاسي ګټو په ترلاسه کولو اخته دي. د ترهګرۍ د مخنیوي [په] قامي اېکشن پلان کې په پوځي برخه کې تر ډېره حده کار شوی خو سیاسي برخه یې زیاتره بې توجه پاتې ده او حکومت ورته سمه پاملرنه نه کوي.))

دا راز د دفاعي چارو څېړونکی او د پاکستان پوځ پخوانی برېګېډيیر محمود شاه وايي، د ترهګرۍ خلاف په قامي اېکشن پلان کې پوځ د خپلې برخې ذمه وارۍ ترسره کوي خو پکې د هېواد د سیاسي مشرتابه کردار کم تر سترګو کېږي او په پنجاب کې له پوځي عملیاتو ډډه کول د دې لوی مثال دی.

((وفاقي حکومت او د پنجاب صوبايي حکومت په یاده صوبه کې د نیشنل اېکشن پلان له عملي کولو ډډه کوي. پوځ ویلي چې [په] قبایلي سیمو کې تر عملیاتو پس وسله وال په پنجاب کې پټ شوي او د هغوی خلاف کارروايي پکار ده خو د پنجاب حکومت دې ته تیار نه ښکاري. نو دا بدقسمتي ده چې سیاسي مشرتابه د هېواد د ثبات لپاره ضروري ګامونه نه پورته کوي.))

برېګېډیير محمود شاه زیاتوي چې رسنۍ هم اوس د ترهه ګرۍ خلاف پلان په اړه موضوعاتو ته ډېره توجه نه ورکوي.

بلخوا وفاقي حکومت وخت په وخت ویلي چې له هېواده به د ترهګرۍ نوغې وباسي او په دې لړ کې یې پوځ ته ډېر واک ورکړی دی.

دا چې ولسي حکومت د دې پلان لاندې خپلې کومې ذمه وارۍ نه پوره کوي؟ ر حیم الله یوسفزی پکې د ځېنو مهمو نکتو یادونه کوي.

((په قبایلي سیمو کې اییني او قانوني اصلاحات، د مدرسو په اړه قانونسازي او اصلاحات، پولیسو ته ښه روزنه او وسایل ورکول او داسې یو شمېر نورې نکتې دي چې د سول حکومت ذمه واري ده او د نشت برابر کار پکې شوی دی. دا راز چې په هېواد کې کومه بده پېښه وشي نو حکومت د ترهګرۍ ختمولو ژمنې کوي خو څو ورځې پس بیا هرڅه هېر شي. زیاتره کارونه پوځ ته سپارل شوي دي.)

خو د پاکستان وفاقي حکومت دریځ لري چې پر نیشنل اېکشن پلان یې عمل ته دوام ورکړی او دا چې د اوږدې مودې سختدریځي او ناامني ژر نشي ختمېدای.

د ۲۰۱۴م کال په دسمبر کې د پېښور پر ارمي پبلېک سکول تر وسله وال برید پس د وفاقي حکومت په مشرۍ یوه ټولګوندیزه غونډه شوې وه چې پکې د ترهګرۍمخنیوي لپاره۲۰نکاتي قامي اېکشن پلان منظور شوی وو.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

XS
SM
MD
LG