د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د اسیا جام کرکټ سیالیو مهالوېش اعلان کړ


د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ چارواکی د اسیا جام ښوولو پر مهال - د جولای ۱۹مې انځور.
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ بورډ چارواکی د اسیا جام ښوولو پر مهال - د جولای ۱۹مې انځور.

د پاکستان د کرکټ بورډ انتظامي کمېټۍ مشر ذکا اشرف د ۲۰۲۳ز کال اسیا جام د سیالیو مهالوېش اعلان کړی دی چې له مخې یې څلور لوبې په هغه هېواد کې کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو او یوشمېر لوبغاړو د جولای پر ۱۹مه په لاهور کې د یوې غونډې پر مهال د اسیايي لوبډلو ترمینځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو د ۱۶م پړاو په اړه معلومات ورکړل او د اتلولۍ جام یې وښود.

له مهالوېش سره سم، د اسیا جام لومړۍ سیالي د اګست پر ۳۰مه په ملتان کې د کوربه لوبډلې پاکستان او نیپال ترمینځ کېږي. ټاکل شوې چې د اتلولۍ (ټورنامېنټ) پایلوبه د سېپټېمبر پر ۱۷مه په کولمبو کې وشي.

د پاکستان او هند لوبډلو ترمینځ سیالي به د سېپټېمبر پر دویمه د سري لنکا په کینډي ښار کې کېږي.

تر دې یوه ورځ وروسته د افغانستان او بنګلادېش لوبډلې د لاهور په قذافي لوبغالي کې یو بل ته مخامخېږي.

پاکستان د اتلولۍ د سیالیو ګډ کوربه دی. ټاکل شوې وه چې پاکستان د اسیا جام د ټولو سیالیو کوربه شي خو هند هغه هېواد ته له خپلې لوبډلې له استولو انکار وکړ چې له کبله یې پاکستان د سیالیو په غبرګ کوربه توب سلا شو.

د اسیا جام په سیالیو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي چې پکې په الف ګروپ کې پاکستان هند او نیپال او په ب ګروپ کې افغانستان، سري لنکا او بنګلادېش شاملې دي.

XS
SM
MD
LG