د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملتپاله سیاستوال او پخواني سېنېټر اکرم شاه مړی خاورو ته وسپارل شو


اکرم شاه لالا تر ۲۰۱۵ز کال پورې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی وو - پخوانی انځور.
اکرم شاه لالا تر ۲۰۱۵ز کال پورې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی وو - پخوانی انځور.

د پښتون ملتپاله سیاستوال او پخواني سېنېټر اکرم شاه مړی د فبروري پر ۲۵مه د د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه هرنايي کې خاورو ته وسپارل شو.

د هرنايي ضلعې په ښاهرګه کې د هغه جنازې ته د بېلا بېلو ګوندونو غړي، مدني فعالان او ګڼ شمېر عام خلک را غونډ شوي وو.

په دوی کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري عبدالرحیم زیارتوال، د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبې مشر اصغر خان اڅکزی، د نېشنل ډیموکرټیک مووممنټ مشر محسن داوړ شریک.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دې پخواني جنرل سیکرټري جنازې ته د مختار خان یوسفزي، رضا محمد رضا، خوشال خان کاکړ تر څنګ ځینې نور هغه سیاستوال هم ورغلي وو چې له یاد ګوند څخه اېستل شوي خو دوی بیا هم ځان ته د دې ګوند نوم کاروي.

دې ټولو سیاستوالو د اکرم شاه خان پر سیاسي ژوند او مبارزه رڼا واچوله او هغه ته یې پر ورکړیو قربانیو عقیدت وړاندې کړ.

دا له هغه وروسته ده چې اکرم شاه خان د فبرورۍ پر ۲۴مه د ۷۰ کلونو په عمر کې د کراچۍ په یو روغتون کې مړ شوی او مړی یې د فبرورۍ پر ۲۵مه د ښاهرګې په پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

د اکرم شاه خان په جنازه کې شریک خلک
د اکرم شاه خان په جنازه کې شریک خلک

نوموړی چې پښتنو د اکرم شاه لالا په نامه یاداوه، له اوږدې مودې راهیسې ناروغه وو او په کراچۍ کې اوسېده.

د لالا زوی او سیاستوال مزمل شاه پر ټوېټر په بیانونو کې د خپل پلار د مړینې خبر ورکړی، هغه یې خپل "استاد" بللی دی او ورته یې د درناوي پېرزوینې وړاندې کړې دي.

لالا د ژوند لویه برخه په بلوچستان کې ملتپاله سیاسي هلې ځلې کولې او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مخکښه مشرانو یو بلل کېده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري عبدالرحیم زیارتوال د اکرم شاه خان جنازې ته وینا پر مهال
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي جنرل سیکرټري عبدالرحیم زیارتوال د اکرم شاه خان جنازې ته وینا پر مهال

نوموړی په ۱۹۵۳ز کال کې د بلوچستان د هرنايي په ښارګه کې زېږېدلی وو، لومړی زده کړې یې هم هلته وکړې او د ۱۱م او ۱۲ ټولګي تعلیم یې په سېوۍ کې ترلاسه کړی وو. تر هغې وروسته لالا کراچۍ ته ولاړ او هلته یې د لېسانس (بي اېس سي) بریلیک ترلاسه کړ.

اکرم شاه لالا د ښوونځي د تعلیم پر مهال ملتپاله سیاست ته مخه کړې وه او په ۱۹۷۰ز کال کې چې ملتپاله سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزی (خان شهید) ښارګې ته ورغی نو هلته نوموړی په پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند کې شامل شو.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغرخان اڅکزی د اکرم شاه خان جنازې ته وینا پر مهال
د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان صوبايي مشر اصغرخان اڅکزی د اکرم شاه خان جنازې ته وینا پر مهال

پر ۱۹۸۶ز کال چې پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او د شېر علي باچا مزدور کسان ګوند یوځای کېدل او پښتونخوا ملي عوامي اتحاد جوړېده نو اکرم شاه لالا په هغه بهیر کې مهم کردار ترسره کړی وو.

په ۱۹۸۹ز کال کې د هغه اتحاد نوم پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته بدل شو.

په ۱۹۹۱ز کال کې چې محمود خان اڅکزی تر اوږدې جلاوطنۍ وروسته له افغانستانه پاکستان ته ستون شو نو لالا ورسره کلک سیاسي ملګری شو.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د اکرم شاه خان جنازې ته وینا پر مهال
د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ د اکرم شاه خان جنازې ته وینا پر مهال

نوموړی په ۱۹۹۷ز کال کې د هغه ګوند له لوري سېنېټر شو چې په ۱۹۹۹ز کال کې د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف تر کودتا پورې سېنېټر وو.

اکرم شاه لالا په ۲۰۰۲ز کال کې د لومړي ځل لپاره، په ۲۰۰۷ز کال کې په دویم ځل او په ۲۰۱۳ز کال کې د درېیم ځل لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي سېکرټر منتخب شو.

خو په ۲۰۱۵ز کال کې چې په ګوند کې اختلافات پیل شول نو لالا نه یوازې د ګوند هلې ځلې پرېښودې بلکې له سیاسته هم ګوښه شو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG