د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملتپاله سیاستوال او پخوانی سېنېټر اکرم شاه لالا ومړ


اکرم شاه لالا تر ۲۰۱۵ز کال پورې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی وو - پخوانی انځور.
اکرم شاه لالا تر ۲۰۱۵ز کال پورې سیاسي فعالیتونو ته دوام ورکړی وو - پخوانی انځور.

ملتپاله، مترقي سیاستوال، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخوانی مرکزي عمومي سېکرټر پخوانی سېنېټر اکرم شاه د فبرورۍ پر ۲۴مه د ۷۰ کلونو په عمر کې ومړ.

نوموړی چې پښتنو د اکرم شاه لالا په نامه یاداوه، له اوږدې مودې راهیسې ناروغه وو او په کراچۍ کې اوسېده.

د لالا زوی او سیاستوال مزمل شاه پر ټوېټر په بیانونو کې د خپل پلار د مړینې خبر ورکړی، هغه یې خپل "استاد" بللی دی او ورته یې د درناوي پېرزوینې وړاندې کړې دي.

لالا د ژوند لویه برخه په بلوچستان کې ملتپاله سیاسي هلې ځلې کولې او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له مخکښه مشرانو یو بلل کېده.

نوموړی په ۱۹۵۳ز کال کې د بلوچستان د هرنايي په ښارګه کې زېږېدلی وو، لومړی زده کړې یې هم هلته وکړې او د ۱۱م او ۱۲ ټولګي تعلیم یې په سېوۍ کې ترلاسه کړی وو. تر هغې وروسته لالا کراچۍ ته ولاړ او هلته یې د لېسانس (بي اېس سي) بریلیک ترلاسه کړ.

اکرم شاه لالا د ښوونځي د تعلیم پر مهال ملتپاله سیاست ته مخه کړې وه او په ۱۹۷۰ز کال کې چې ملتپاله سیاستوال عبدالصمد خان اڅکزی (خان شهید) ښارګې ته ورغی نو هلته نوموړی په پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند کې شامل شو.

پر ۱۹۸۶ز کال چې پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند او د شېر علي باچا مزدور کسان ګوند یوځای کېدل او پښتونخوا ملي عوامي اتحاد جوړېده نو اکرم شاه لالا په هغه بهیر کې مهم کردار ترسره کړی وو.

په ۱۹۸۹ز کال کې د هغه اتحاد نوم پښتونخوا ملي عوامي ګوند ته بدل شو.

په ۱۹۹۱ز کال کې چې محمود خان اڅکزی تر اوږدې جلاوطنۍ وروسته له افغانستانه پاکستان ته ستون شو نو لالا ورسره کلک سیاسي ملګری شو.

نوموړی په ۱۹۹۷ز کال کې د هغه ګوند له لوري سېنېټر شو چې په ۱۹۹۹ز کال کې د پخواني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف تر کودتا پورې سېنېټر وو.

اکرم شاه لالا په ۲۰۰۲ز کال کې د لومړي ځل لپاره، په ۲۰۰۷ز کال کې په دویم ځل او په ۲۰۱۳ز کال کې د درېیم ځل لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي سېکرټر منتخب شو.

خو په ۲۰۱۵ز کال کې چې په ګوند کې اختلافات پیل شول نو لالا نه یوازې د ګوند هلې ځلې پرېښودې بلکې له سیاسته هم ګوښه شو.

د لالا کورنۍ وايي، د هغه مړی د فبرورۍ پر ۲۴مه له کراچۍ کوټې ته انتقالېږي او د فبرورۍ پر ۲۵مه په ښارګه کې خاورو ته سپارل کېږي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG