د لاسرسي ځای

تازه خبر

له منځنۍ کورمې څخه د بېځایه شویو کورنیو شمېر تر ۱۸،۰۰۰ اوښتی دی

کورمې ته د عملیاتو لپاره د ورغلیو پوځیانو ګاډی د ضلعې له منځنۍ برخې تېرېږي - انځور له ارشیفه.
کورمې ته د عملیاتو لپاره د ورغلیو پوځیانو ګاډی د ضلعې له منځنۍ برخې تېرېږي - انځور له ارشیفه.

چارواکي وايي، د خیبر پښتونخوا له منځنۍ کورمې څخه د وسلوالو پر وړاندې د پوځي عملیاتو له کبله تر ۱۸،۰۰۰ زیاتې کورنۍ کډوالې شوې دي.

په کورمه کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې د صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) مشر شیراز باچا د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، هغه کورنۍ یې په اکتوبر کې په عليشېرزیو، مسوزیو او زهمشت سیمو کې د عملیاتو له پرېکړې راهیسې ثبت کړې دي.

دی وايي، د بې کوره وګړو د نوملیکنې بهیر دوام لري او "هره ورځ له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې کورنۍ راروانې دي او موږ ورته په درو ځایونو خوار کلي، بګن او ټل کې د رجسټرېشن" مرکزونه پرانیستي دي.

د پي ډي اېم اې چارواکو د کورمې د تیندو په سامې سیمه کې د بې کوره شویو لپاره یو پنډغالی (کیمپ) هم جوړ کړی دی.

په وروستیو کې په هغه کیمپ کې مېشتو کورمېوالو مشال راډیو ته وویل چې د ژوند له بنیادي اسانتیاوو بې برخې دي.

کډوالو وویل چې هلته نه د ماشومانو ښوونځی شته، نه تشنابونه لري او له روغتیايي خدماتو هم بې برخې دي.

چارواکو د هغوی د دې ګیلو په ځواب کې ویلي ول چې د بې کوره شویو اړتیاوو پوره کولو ته چمتو دي.

له دې پرته د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي د جنورۍ پر ۱۸مه د کورمې له مشرانو سره په خبرو کې ویلي ول چې حکومت به د کورمې له بې ځایه شویو خلکو سره هم د خیبر د تیرا د کډوالو په شان مرسته کوي.

د کورمې کډوال په کيمپ کې د ژوند له بنيادي اسانتياوو بې برخې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:44 0:00

په مينځنۍ کورمه کې له تېرو څه باندې څلوورو میاشتو راهیسې د وسلوالو ډلو خلاف د پاکستان د پوځ عملیات روان دي. هغه عملیات د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر اوومه په منځنۍ کورمه کې د پاکستان د پوځ پر یوې قافلې د وسلوالو له بریده وروسته پیل شوي ول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG