د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کرک کې یو کس د خپلې کورنۍ ۷ غړي وژلي دي

پولیس وايي، پېښه د جنورۍ پر ۱۸مه په میر خان خېلو غونډۍ سیمه کې شوې ده.
پولیس وايي، پېښه د جنورۍ پر ۱۸مه په میر خان خېلو غونډۍ سیمه کې شوې ده.

پولیس وايي، د خيبر پښتونخوا په کرک کې یو سړي د ښځو او ماشومانو په ګډون د خپلې کورنۍ اووه غړي وژلي دي.

د ضلعي پولیسو ویاند شوکت علي د جنورۍ پر ۱۹مه د مشال راډيو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې لیکلي چې پېښه د روانې میاشتې پر ۱۸مه شپې مهال د کرک په میر خان خېلو غونډۍ (غونډي میر خان خېل) کې شوې ده.

پولیس وايي، د لومړنیو معلوماتو پر اساس پېښه د "کورنۍ لانجې" له وجې شوې ده.

بیان وايي، په وژل شویو کې د تورن کس ښځه، لور، خور، دوه وروڼه او ورېندارې شاملې دي.

علي په بیان کې کاږي چې جسدونه یې تر مړینې وروسته د طبي معاینې (پوسټ مارټم) لپاره د کرک ضلعي روغتون ته لېږدولي دي.

بیان وايي، پولیس چې تر پېښې وروسته د تورن کس د نیولو لپاره ورغلل نو هغه پر پولیسو هم ډزې وکړې.

د پولیسو په وینا، ملزم یې نیولی او ورڅخه یې پلټنې پیل کړې دي.

د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې وخت په وخت د کورنۍ لانجو او دښمنۍ له وجې دا ډول پېښې کېږي چې پکې خلکو ته مرګژوبله اوړي.

XS
SM
MD
LG