د هند د خلايي څېړنو اداره وايي، په "بریالیتوب" یې د ځمکې مدار ته خپله تر ټولو درنه مخابراتي سپوږمکۍ (سیټېلایټ) لېږدولې ده.
هغې ادارې په بیان کې ویلي دي چې سپوږمکۍ یې د ډېسېمبر پر ۲۴مه د هېواد په سوېل کې د اندرا پردېش ایالت سريهاریکوټا خلايي ډګره لېږدولې ده.
د هند د فضايي څېړنو اداره وايي، د ځمکې په ښکتني مدار کې ځای پر ځای شوی سیټېلایټ تر ټولو لویه کاروباري سوږمکۍ ده چې له خلا څخه مستقیماً د خلکو له ځیرکو موبایل ټېلېفونونو سره د شبکې او چټک انټرنېټ وصلولو په موخه تیاره شوې ده.
په داسې حال کې چې د موبایل ټېلېفون او انټرنېټي خدماتو شرکتونه د عصري او پراخو مخابراتي اسانتیاوو په لټه کې دي، هند هڅه کوي چې د تجارتي سپوږمکیو په کاروبار کې لویه ونډه ولري.
د جرمني ډویچه وېله رسنۍ وايي، د بلوبرډ بلاک ۲ په نوم د هندۍ سپوږمکۍ وزن ۶،۱۰۰ کیلوګرامه دی.