د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني له خپلو وګړو غوښتي دي چې له افغانستانه دې وځي


د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی انځور.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت یو پخوانی انځور.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له خپلو وګړو غوښتي چې د امنیتي ګواښونو له امله له هغه هېواده وځي او افغانستان ته دې د سفر پر مهال دې امنیتي تدابیر په پام کې ونیسي.

وزارت د فبرورۍ پر ۱۲مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې له خپلو وګړو غوښتي دي چې هغه خبرداری جدي واخلي.

بیان وايي چې د کابل هوايي ډګر پرانیستی دی خو فعالیت یې محدود دی او په تېرو وختونو کې ورباندې بریدونه هم شوي دي.

په بیان کې راغلي دي چې د کابل هوايي ډګر بېخبنا او د پراوزونو حفاظتي تدابیر د نړیوالو معیارونو مطابق نه دي او داراز، له پاکستان سره د تګ راتګ پر لارو هم اکثر نښتې کېږي نو ځکه د زیات احتیاط اړتیا ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په ۲۰۲۱ز کال کې یې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د امنیتي ګواښونو له کبله په کابل کې سفارت او په مزار شریف کې د خپلې استازولۍ دفتر هم تړلی ساتلی دی او همدا لامل دی چې خپلو وګړو ته سفارتي خدمات نه شي رسولای.

وزارت داراز له خپلو وګړو غوښتي چې په عامه ځایونو، غونډو او مظاهرو کې دې هم ګډون نه کوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره جګړه درېدلې، خو امنیتي وضعیت خراب دی او په کابل کې یوشمېر حملې شوې دي.

بیان وايي، له دې پرته تښتونې او د ګرفتاریو خطر هم شته دی نو ځکه دې جرمن وګړي افغانستان ته د سفر پر مهال پوره پام وکړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دې اعلاميې په اړه د مشال راډیو د پوښتنې ځواب ور نه کړ خو حکومت یې په بیا بیا ادعا کړې چې له ۲۰۲۱ز کال راهیسې په ټول افغانستان کې امنیت ټينګ شوی دی.

البته د طالبانو پر دې دعوې سربېره په پلازمېنه کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې خونړۍ حملې شوې دي چې د ډېریو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې منلې ده.

XS
SM
MD
LG