د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې چاودنې ۲ کسان وژلي، ۱۲ ژوبل دي


په دشت برچي کې تر برید وروسته د طالبانو د حکومت سرتېری سیمه څاري ـ پخوانی انځور.
په دشت برچي کې تر برید وروسته د طالبانو د حکومت سرتېری سیمه څاري ـ پخوانی انځور.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې بمي چاودنې دوه کسان وژلي او ۱۲ يې ژوبل کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په بیان کې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۱مه د ښار په دشت برچي سيمه کې د یو تجارتي مرکز بهر د لاسي بم بريد هغه مرګژوبله واړوله.

د دشت برچي زياتره اوسېدونکي هزاره توکمه شیعه ګان دي.

د بريد مسووليت لا چا نه دی منلی.

تر دې وړاندې د جنورۍ پر نهمه د کابل په الوخېلو سيمه کې پر یوه مساپر وړونکي ګاډي په چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او څلور ژوبل شوي ول.

د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د هغې حملې ذمه واري منلې وه او دعوه یې کړې وه چې په چاودنه کې یې د څرخي پله (پلچرخي) زندان یو موټر په نښه کړی دی او پکې یې د زندان لږترلږه ۱۰ کارکوونکو ته مرګژوبله اړولې ده. خو پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکارېده چې یو وړوکی مساپر وړونکی ګاډی د چاودنې ښکار شوی وو.

طالب چارواکو وروسته ویلي ول چې د برید په تړاو یې یو مشکوک تن نیولی دی خو نور معلومات یې نه ول ورکړي.

داراز، د جنورۍ پر شپږمه د کابل په دشت برچي سیمه کې د سپرلیو پر ګاډي په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ ژوبل شوي ول. د هغې چاونې ذمه واري هم د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG