د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په پلازا کې د اور لګېدو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی


حکومتي کارکوونکي د کراچۍ په پلازا کې د اور وژلو هڅه کوي - د جنورۍ ۱۹مې انځور.
حکومتي کارکوونکي د کراچۍ په پلازا کې د اور وژلو هڅه کوي - د جنورۍ ۱۹مې انځور.

چارواکي وايي، د کراچۍ په مرکزي تجارتي سیمه صدر کې په یوه پلازا کې د اورلګېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی او ۲۴ کسان ژوبل دي.

د ژغورنې او مرستندویه چارو اداره (رېسکیو ۱۱۲۲) وايي، د اور له وجې د ګل پلازې شاوخوا ۴۰ سلنه برخه زیانمنه شوې او ګڼ دوکانونه بشپړ سوځېدلي دي.

په هغه پلازا کې اور د جنورۍ پر ۱۷مه ماښام مهال ولګېد چې د چارواکو په وینا د جنورۍ ۱۹مې پر سهار یې وواژه.

حکومتي چارواکو خبریالانو ته وویل چې د جنورۍ پر ۱۹مه یې له ودانۍ څخه ۱۴ مړي وایستل چې بشپړ سوځېدلي او لا یې پېژندګلوي نه ده شوې.

د کراچۍ د جنوبي ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) جاوېد نبي کوسو رسنیو ته وویل، په وژل شویو کې یوه ښځه هم شامله ده او د ژغورنې چارو کارکوونکو د ودانۍ دننه د بند پاتې کسانو لټون ته دوام ورکړی دی.

د پولیسو ځايي مشر اسد رضا د جنورۍ پر ۱۹مه خبریالانو ته وویل، تر اوسه ۶۲ کسانو ورسره رابطه کړې او دعوه یې کړې چې خپلوان یې د اور لګېدنې پر مهال په ګل پلازا کې دننه ول.

پولیس وايي، د شناختي کارډونو او موبایل ټېلېفون له لارې یې پته لګولې چې له هغو څخه یې د ۳۰ کسانو وروستی موقعیت (لوکېشن) د پلازې دننه ثبت شوی وو.

چارواکي وايي، په اور کې د پلازې شاوخوا ۴۰ سلنه برخه اغېزمنه شوې ده.
چارواکي وايي، په اور کې د پلازې شاوخوا ۴۰ سلنه برخه اغېزمنه شوې ده.

ګل پلازا د کراچۍ ښار په صدر سیمه کې پرته ده چې پکې شاوخوا ۱،۲۰۰ دوکانونه او ګودامونه چې زیاتره یې د پښتنو، مېمنو او اردو ژبیو خلکو دي.

سوداګر وايي، په اور لګېدنه کې یې د اربونو روپیو سامانونه سوي دي.

د کراچۍ د سوداګرو ټولنې مشر عتیق میر مشال راډیو ته وویل، د اټکل له مخې یې په اور کې د لږ تر لږه ۳۰ اربه (مېلیارده) روپیو سامان سوځېدلی دی.

خو د سیند حکومت او پولیسو دا دعوه رد کړې او وايي، د زیان سمه اندازه به تر پلټنو وروسته ولګي.

صوبايي حکومت او پولیس وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري دا د تخریبکارۍ یا ترهګرۍ پېښه نه وه او ښايي اور د بجلۍ شارټ کېدو له وجې لګېدلی وي، خو زیاتوي چې اصلي لامل به یې تر پلټنو وروسته معلوم شي.

د سیند اعلاوزیر مراد علي شاه د جنورۍ پر ۱۸مه شپې مهال د پېښې په ځای کې خبریالانو ته وویل، حکومت د مالي زیانونو معلومولو لپاره ځانګړې کمېټه جوړوي.

نوموړي ژمنه وکړه چې حکومت یې د اغېزمنو سوداګرو، ټپیانو او د وژل شویو د کورنیو هر ډول ممکنه مرسته کوي.

د کراچۍ تر څنګ د پاکستان په مختلفو سیمو کې تر دې مخکې هم په سوداګریزو ودانیو او کارخونو کې د اورلګېدو پېښې شوې دي چې خلکو ته یې ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د ۲۰۲۵ز کال په نومبر کې د پنجاب د فیصل اباد په یوه کارخونه کې اور لګېدنې ۱۵ تنه وژلي ول. تر دې مخکې د هم هغه کال په جون کې د کراچۍ په یوه کارخانه کې د اور لګېدو په پېښه کې پینځه اور وژونکي ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG