د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا مرکزي قومندانۍ مشر ایران ته له نېږدې هرمز تنګي څخه په تېرېدو بحرین ته تللی دی


مایکل کورېلا د عمان په خلیج کې د بحري ځواکونو له سرتېرو سره ګوري - د اګست اتمې انځور.
مایکل کورېلا د عمان په خلیج کې د بحري ځواکونو له سرتېرو سره ګوري - د اګست اتمې انځور.

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال مایکل اېرېک کورېلا ایران ته له نېږدې هرمز تنګي تېر شوی او په بحرین کې د خپلو ځواکونو اډې ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې واشنګټن په منځني ختیځ کې زرګونه پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

ایرانیو بحري ځواکونو یوشمېر ځلې د هرمز تنګي په شاوخوا کې تېرېدونکې بېړۍ ګواښلې دي او کله نا کله خو یې کښتۍ درولې او ان پکې یې د عملې غړي بندي کړي دي.

خو واشنګټن په وروستیو کې پرېکړه کړې چې په هغه سیمه کې د بېړیو خوندي تګ راتګ او د تهران د ګواښونو مخنیوي لپاره سیمې ته جنګي بېړۍ ولېږدوي او هلته د اېف – ۱۶ او اېف – ۳۷ الوتکو مانوري پروازونه هم وکړي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ د اګست پر اتمه په بیان کې ویلي دي چې جنرال کورېلا د اګست له شپږمې څخه تر اتمې پورې د سیمې سفر کړی دی.

بیان وايي، نوموړی لومړی په متحده عربي اماراتو کې تم شو او هلته یې د پوځ له مشر جنرال عیسا سیف محمد المزروعي سره د دواړو هېوادونو د پوځي اړیکو د باثباته ماهیت په منځني ختیځ کې ګواښونو ته د پاملرنې پر اړتیا خبرې کړې دي.

د مرکزي قومندانۍ په وینا، تر دې وروسته نوموړی بحرین ته ورغی او هلته یې له پاچا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د پوځي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

دواړو چارواکو د منځني ختیځ پر پېچلي امنیتي وضعیت هم خبرې کړې دي.

کورېلا د خپل وروستي سفر په اړه ویلي دي چې هلته ورسره د امریکا د ملګرو هېوادونو چارواکو د وضعیت په اړه او د ګواښونو مخنیوي په برخه کې معلومات ورکړل.

نوموړي د سفر په ترڅ کې د "سمندري ځواکونو اېتلاف" د غړو هېوادونو له سفیرانو او د دفاعي ځواکونو له استازو سره هم لیدلي دي. د ۳۸ غړو هېوادونو هغه اېتلاف د نړۍ د بحري ځواکونو تر ټولو لوی اتحاد بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG