د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټولوژنې پر تلین، قربانیان له سرېبرېنیڅا سره جوخت بیا خاور ته وسپارل شول

د بوسنیا په سرېبرېنیڅا ښارګوټي کې په زرګونه وګړي راټول ول چې په ۱۹۹۵م کال د جګړې پر مهال د بوسنیايي مسلمانانو د ټولوژنې ۱۸م تلین ولمانځي. په فوټوڅاري کې د ۴۰۹ تنو مړي چې پېژندګلو یې شوې وله، د مراسمو وروسته خاور ته وسپارل شول، چې اوس په دغه هدیره کې د ښخ شویو مړیو شمېر شپږ زره (۶،۰۰۰) تنو ته ورسېد. د ۱۹۹۵م کال ټولوژنه په اروپا کې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو خونړۍ هغه بلل کېږي. په دغه جګړه کې بوسنیايي سربي ځواکونو نژدې اته زره تنه مسلمان ښځې او هلکان ووژل. په دوی کې د ډېر پېژندګلو لا نه ده شوې.

XS
SM
MD
LG