د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې د بارانونو اټکل شوی دی


په کابل کې د ټرافیکو پولیسو یو سرتېری تر سخت باران وروسته پر سړک د ګاډو تګ راتګ تنظمیوي - پخوانی انځور.
په کابل کې د ټرافیکو پولیسو یو سرتېری تر سخت باران وروسته پر سړک د ګاډو تګ راتګ تنظمیوي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل کړی دی.

د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي چې د ورښتونو له کبله د سېلابونو احتمال دی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت راپور ورکړی چې په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او کابل ولایتونو کې د سېپتېمبر پر ۲۴مه د بارانونو او سخت باد لګېدو او په ځینو سیمو کې د سېلابونو امکان دی.

د سږني کال له دوبي راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ورښتونه د سختو سېلابونو د راوتلو باعث شول چې خلکو ته یې مالي او ځاني زيانونه واړول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG