د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د ادارو ترمنځ د هماهنګۍ په اړه غونډه وشوه


د غونډې یوه څنډه
د غونډې یوه څنډه

خوست ـ په خوست کې مدني فعالان، د رسنیو استازي او د ولایتي شورا غړي وايي، تر هغه چې رسنۍ، ولایتي شوراګانې، ټولنیز سازمانونه او مدني ټولنې په خپلو کې پوره همغږي او همکاري ونلري، نشي کولای ځنو مهمو ټولنیزو ستونزو او د خلکو غوښتنو ته رسیده ګي وکړي.

دوی چې د یکشنبې به ورځ یې په خوست کې په یوه غونډه کې خبرې کولې، زیاته کړه چې رسنۍ د ولایتي شورا د فعالیتونو په ګډون د خلکو د غوښتنو او ستونزو د انعکاس او خپراوي وسیله ده، خو حکومت، ولایتي شورا او نورو اجراييوي ارګانونو ته هم بایده دي، چې رسنیو ته د فعالیت د وړ شرایطو او نورو مادي او تخنیکي امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د خوست د ولایتي شورا غړي نورشاه نوراني د ناستې په څنډه کې مشال راډیو ته وویل، دوی یوازې د رسنیو له لارې کولای شي، د شورا فعالیتونه او پلانونه د ولسونو سره شریک کړي، همدارنګه شورا بیا د خپلو امکاناتو او اړیکو په حدودو کې د سیمه ییزو رسنیو اقتصادي ستونزې او تخنیکي اړتیاوې له حکومتي ادارو او مرستندویه موسساتو سره شریکولای شي.

د تړون اونیزې مسوول مدیر اسدالله نورزي بیا په خپلو خبرو کې د افغان حکومت غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې د رسنیو د ازادانه فعالیت لپاره لا مناسب چاپیریال برابر کړي.

همدارنګه ده له رسنیو هم وغوښتل، د هېواد پرمختګ او سیاسي ټیکاو لپاره د ملي ګټو، د افرادو شخصي حریم او د بیان د ازادۍ هغه وضع شوي قیدونه په پام کې ونیسي.

په یاده غونډه کې د نورو مدني بنسټونو او قومي مخورو سربیره د سولې د شورا اداري پلاوي هم برخه اخیستې وه. د سولې شورا د دارالانشا رييس حاجي رسول محمدخان تڼي وویل رسنۍ د سولې د فکر په خپرولو کې مهم رول لري او حتی د نړۍ په کچه د سولې نعره اوچتولای شي.

بل لوري ته د ولایتي شورا یو بل تن غړی قدیم افغان وايي، د رسنیو، ولایتي شورا، ټولنیزو سازمانو او مدني بنسټونو د کار او فعالیت پر وړاندې ځنې وختونه داسې ستونزې پیدا کیږي، چې په یوازې ځان نه حلیږي، خو په ګډه همکارۍ هر څه شوني ګرځي.

قدیم افغان رسنیو ته د یو شمېر ادارو لخوا د مالوماتو نه ورکول هم د ستونزې په توګه یاد کړل او ويې ویل د همکارۍ ددې میکانیزم په جوړیدو سره به پر ادارو فشار وارد کړي، چې له محرمو مسالو پرته رسنیو ته پر وخت مالومات ورکړي.

ښاغلي افغان زیاته کړه:

((کله نا کله ځنې داسې ستونزې وي، چې په یوازې ځان يې نه ولایتي شورا، نه ټولنیز سازمانونه او نه هم رسنۍ د حلولو توان لري، نو د دا ډول ستونزو د حل لپاره د ټولو ګډ کار مهم دی، همدارنګه ولایتي شورا حاضره ده په هغو حکومتي ادارو فشار راوړي چې نه غواړي رسنیو سره هغه مالومات چې پټ او اسرار نه دي شریک کړي او د ولایتي شورا د فشار په نتیجه کې دوی دې کار ته حاضر شي.))

په یاده ناسته کې د خوست یو شمېر سیمه ییزو رسنیو خپلې اقتصادي او تخنیکي ستونزې د ګډونوالو سره شریکې کړې او د ولایتي شورا له استازو يې وغوښتل چې د رسنیو د فعالیتونو د دوام لپاره حکومت او نړیوال ډونران مرستو ته وهڅوي.

دوی انديښنه څرګنده کړه، کچیرې د رسنیو لپاره د اقتصادي ملاتړ په یو ملي میکانیزم کار ونشي، نو ممکن د پام وړ رسنۍ د ودریدو او سقوط له برخلیک سره مخامخې شي.

XS
SM
MD
LG