د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې اسیا امن فلم مېله نن پای ته رسېږي


په اسلام اباد کې د اسیا امن فلم مېلې په نوم درې ورځنۍ دستوره چې نن ماښام به پای ته رسي روانه ده چې پکې د اسیا په بېلا بېلو هیو ادونو کې جوړ شوي لنډ فلمونه د نندارې لپاره کېښودل شوي دې او د دې ترڅنګ ګڼ سټالونه هم لګول شوي دي.

په پاکستان نېشنل کاونسل اف ارټس (پي اېن سي ای) کې د دې درې ورځنۍ مېلې یو ې تابيا کوونکې (پراجېکټ منېجر) عزا خان مشال راډيو ته وويل، د اسیا امن فلم فېسټيول د لارې نړۍ ته دا ښودل غواړي چې پاکستان یوپرامنه هیو اد دی او په نړۍ کې چې د دې کوم مخ ښودل کېږي په اصل کې داسې نه دی.

د نوموړې وينا وه زموږ د دې ميلې مقصد امن ته وده ورکول، همغږي پېدا کول او د مختلفو ځايونو کلتور مخي ته راوستل دي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ميله کې د څومره هیو ادونو خلک ګډون کوي غزا خان وايي چې له دېرشو (۳۰) تر څلوېښتو (۴۰) پورې ملکونو نه خلک راغلي او په دې ميله کې چې څومره هم فلم جوړونکو خپل فلمونه موږ ته راکړي نو په ټولو کې د امن خبره شوې ده.

نوموړې زياته کړه لکه څنګه چې زموږ په دې سيمه کې د امن وضعه دومره ښه نه ده نو دې ميلې د لارې دا پيغام ورکړې شوې چې موږ ټولو له به د امن لپاره رایو ځایکېدل وي او په ګډه سره به کار کول وي.

په مېله کې د عام ولس لپاره د فلمونو له نندارې سره سره بېلا بېل سټالونه هم لګول شوي چې پکې څادرونه، جامې، کالي پتري او د کور د ضرورت بېلا بېل سامانونه کېښودل شوي.

له پنډۍ سره تعلق لرونکې نګهت بتول چې د زنانوو د کالو پترو سټال يې لګولې مشال راډيو ته وويل چې انتظامېې ترې د سټال لپاره پنځلس زره روپۍ اخېستي خو په تېرو دوه (۲) ورځو کې يې دومره کالې نه دې خرڅ کړې چې خپله خرچه ترې پوره کړي.

د نوموړې وينا وه په دې غرض يې سټال ولګولو چې فلم فېسټيول دې نو خلک به ورته راځي او موږ به پکې یو څو روپۍ وګټو خو انتظامیې دومره ښه انتظامات نه دي کړي او نه يې ورله په لویه پيمانه مشهورتيا کړې نو دا وجه ده چې کاروبار يې ښه و نه شو.

په دستوره کې د افغانستان، ترکي او سويلي کوريا پشمول د اسیا له بېلا بېلو هیوادونو ځوانان او پيغلې فلم جوړونکي ګډون کوي او د هغوی د لنډ فلمونو موضوع امن دی چې پکې په ډېری فلمونو کې په شام، جاپان او افغانستان کې شويو جنګونو کې ځپل شوي ماشومان او پر هغوی د جګړې اغېز ښودل شوی دی.

XS
SM
MD
LG