د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق سفارت برید، د افغان ځواکونو عملیات روان دي


د دوشنبې پر ورځ په پلازمېنه کابل کې د عراق پر سفارت برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش مشال راډیو ته وویل، یو شمېر وسله وال په سفارت ورننوتي دي او افغان ملي امنیتي ځواکونه ورسره جنګېږي.

چارواکي وايي، لومړی له سفارت سره نېږدې ځانمرګی برید وشو.

اسوشي اېټېډ پرېس اژانس د یوه چارواکي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، له خولې ویلي، دا یو موټر بمي برید وو.

پر عراق سفارت برید او د افغان ځواکونو عملیات
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:11 0:00

د کورنیو چارو وزارت وايي، د دوی معلومات ښيي چې څلورو وسله والو پر سفارت برید کړی چې پکې یو یې ځانمرګی برید وکړ او درې نور یې په سفارت کې دننه جنګېږي.

د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، له سفارته یې ډېپلوماټان خوندي ځای ته انتقال کړي او هغوی ته ګواښ نشته.

له دې سیمې سره نېږدې د ولسمشرۍ د چارو یو اداري دفتر، د حزب اسلامي او ځېنې نور دفترونه پراته دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې د دغه برید هدف د عراق سفارت و او د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

چارواکو د مرګ ژوبلې کره ارقام نه دي ورکړي.

داعش وسله والې ډلې د حملې ذمه واري منلې.

XS
SM
MD
LG