د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره قانون سازي کوي


د پاکستان قومي اسمبلۍ
د پاکستان قومي اسمبلۍ

له خيبره د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپرېدی وايي چې د اپريل پر ۱۰مه نيټه د اسمبلۍ غونډې لپاره ستراتیژي جوړه کړل شوې ده.

پراګ: د پاکستان وفاقي حکومت په قبايلي سيمو کې د اصلاحاتو عملي کولو په لړ کې د ځينو پيچلو قانوني مسلو د لرې کولو لپاره قانون سازي کوي.

په اسلام اباد کې د سرحداتو وزارت يو وياند ډاکټر اشرف علي وايي چې د خيبر پښتونخوا د صوبايي حکومت هغه وړانديز منل شوی چې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره دې په کميټۍ کې وزيراعلی ، کور کمانډر او صوبايي چيف سکتر شامل کړل شي.

ډاکټر اشرف علي وويل ، دا کميټۍ به له وفاقي حکومت سره د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په لړ کې پر موجودو پيچلو قانوني مسلو خبري کوي.

هغه وویل چې د قامي اسمبلۍ د راتلونکې غونډې په ایجنډا کې دا شامله ده چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په اړه خبرې اترې وشي.

ډاکټر اشرف علي زیاته کړه چې د قبايلي سيمو د لس کلن ټولنیز ، اقتصادي پلان لپاره نومونه غوره کړل شوي چې د دې پروژو چارې به پرمخ وړي.

په پارليمان کې د واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند غړی شهاب الدين خان وايي چې حکومت د اصلاحاتو په عملي کولو کې تادي ونکړه او له سياسي مصلحته کار اخلي.

خو له خيبره د قامي اسمبلۍ غړي شاه جي ګل اپرېدی وايي چې د اپريل پر ۱۰مه نيټه د اسمبلۍ غونډې لپاره ستراتیژي جوړه کړل شوې ده.

شاه جي ګل اپرېدي وویل ، دوی به هڅه کوي چې په اسمبلۍ کې پرې بحث ونه نشي بلکې منظوري يې ورکړل شي.

نوموړي وویل چې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره د قانون وفاقي وزارت او د کميټۍ مشر خپل کارونه سرته رسولي دي او له دوی سره په تماس کې دي.

د راتلونکې ګل په ورځ په قامي اسمبلۍ کې د فاټا اصلاحاتو په اړه بحث په داسې حال کې کيږي چې ځيني سياسي ګوندونو د هغو سيمو حکومتي اصلاحات رد کړي او غوښتنه کوي چې په قبایلي سیمو کې د د هر ډول بدلون لپاره د هغه ځای له ولس رایه واخیستل شي.

XS
SM
MD
LG