د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د شام حکومت مخالفو سره مرستې کړې



سرچینه: د مشال خبري څانګه

ژباړه:ملیحه امیرزاده


د ویکي لیکس لخوا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ورکړل شوې د پټو ډپلوماټیکي دستاویزونو تر مخه امریکا په پټه د شام صدر بشر الاسد مخالفه ډلو ته مالي مرستې ورکړي.

دا رپورټونه په داسې حال کې مخې ته راغلي چې د حکومت ضد مظاهرچیانو او د حکومت پلو ځواکونو تر مینځ د نښتو رپورټونه دي.


د امریکایی ورځپاڼې واشنګټن پوسټ د دعوې تر مخه واشنګټن په پټه په شام کې د حکومت مخالفه ډلو ته مالي مرستې ورکړې. دا په داسې حال کې ده چې د حکومت ضد مظاهرچیانو او د حکومتي ځواکونو تر مینځ تازه نښتې شوي دي.

د ورځپاڼې په خبره د امریکا د کورنیو چارو وزارت په 2006م کال کې د حکومت مخالفه ډلو ته تقریبا شپږ ملین ډالرې ورکړې وې. په دغه پیسو کې زیاتره په لندن کې د یو ټي وي چینل براده ټي وي په چلولو کې استعمال شوې وې.


دا ټی وي چینل په 2009م کال کې شورو شوې وو خو اوس یی خپل کار پراخ کړې چې په شام کې د اوسني مظاهرو او حالاتو په اړه رپورټونه خپروي.

د وکي لیکس لخوا ورکړل شوي د پټو ډپلوماټیکي دستاویزونو د معلوماتو په بنیاد واشنګټن پوسټ ورځپاڼه وایی، په دې لړ کې د امریکا لخوا دا فنډونه د صدر جورج بوش په دور کې مخالفه ډلو ته ورکړل شوې وې. دا په 2005م کال کې د امریکا د دمشق سره د تعلقات ختمولو نه وروسته ورکړل شوې وې.


د ورځپاڼې په خبره دا واضحه نه ده آيا اوس هم امریکا دغه فنډونه په شام کې د حکومت مخالفه ډلو ته ورکوي. د دې پټو دستاویزونو او برادا ټي وي چینل ته د فنډونو ورکولو په اړه امریکا د څه ویلو نه ډډه کړې .

د شام حالاتو ته د کتونکو لپاره دا تورونه کومه نوې خبره نه ده.خو په سویټزرلینډ کې میشت د مخالفه ډلې سره یو تعلق لرونکې خلیل حبش چې په انټرنیتي پاڼه لیکنې کوي وایی، چې د امریکا لخوا ورکړل شوې پیسې په شام کې د روانو حالاتو سره تعلق نه لري،”دا کومه حیرانونکې خبره نه ده چې امریکا د یوې خاص ډلې ، برادا ټی وي سره مرسته کوي، چې د اخوان المسلمین سره نیږدې تعلق لري. خو د 2006م کال راهیسې یی چې کومې پیسې ورکړل شوې وې هغې کې یی زیاتره په لومړني کلونو کې ورکړې وې. د شام حکومت راغورځولو لپاره 6 ملین ډالره کافي نه دي او دوي د هغه یوې ډلې مرسته کوي چې په شام کې موجوده نه ده او په سیمه کې کوم اثر نه لري. موږ چې په شام کې کوم اولسي پاڅون وینو پکې اخوان المسلمین هیڅ لاس نه لري “

که څه هم د حکومت ضد فعالین د امریکا د مرستو نه ځان لرې ساتي خو بیا هم حبش وایی چې د واشنګټن پوسټ ورځپانې دا رپورټ د مخالفه ډلو لپاره ښه غبرګون نه دې،”په داسې حال کې چې په سیمه کې اولسي پاڅون روان دې دا په شام کې د مخالفه ډلو لپاره یو بد خبر دی. د شام حکومت وار په وار دا ښودل غواړي چې دا پاڅون د بهرني مداخلت له امله مخې ته راغلې. نو کیدې شي دا په شام کې د غورځنګ بدنامولو یوه طریقه وي.٬٬

دا رپورټ په داسې حال کې راغلې چې په شام کې د تازه نښتو لړۍ شورو شوې. که څه هم صدر بشر الاسد د 50 کاله راهیسې رایج د بیړني قانون ختمولو اعلان کړې خو بیا یی هم مظاهرچیان نه دي په آرامه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG