د لاسرسي ځای

تازه خبر

انټرنېټ په جهاني کچه تر بندیزونو لاندې راوړل کېږي


د ً فریډم هاوس ً په نامه امریکايي ادارې د انټرنیټ د ازادۍ په اړه په یوه څېړنیز رپوټ کې ویلي دي چې د ویب پاڼو د بندولو هڅې ، په سیاسي توګه څارنه او د انټرنیټ پر نظام حکومتي کنټرول هغه څه دي چې د انټرنیټ د ازادۍ په وړاندې راپورته کېدونکي خطرونه دي . رپوټ لیکي په پاکستان کې هم چارواکو انټرنیټ تر کنټرول لاندې د ساتلو لپاره ځینې ګامونه پورته کړي دي.

د فریډم هاوس دا رپوټ لیکي ، استونیا هغه هیواد دی چې د انټرنیت کارولو ازادي په کې تر ټولو زیاته ده . له استونیا وروسته د انټرنیټ د ازادۍ په برخه کې امریکا پر دویم نمبر راځي.

رپوټ لیکي چې د څېړنې له مخې په ایران کې انټرنیټ تر ټولو کمه او محدوده ازادي لري . د دې ترڅنګ ۱۱ نور هیوادونه داسې دي چې هلته انټرنیټ ازاد نه دی.

په دې هیوادونو کې بېلاروس ، برما ، چین ، کیوبا ، سعودي عرب او تای لېنډ شامل دي .

رپوټ لیکي چې په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې د پوځي واکمنۍ او په ظاهره د ولسي او جمهوري حکومتونو چارواکو ځینې داسې ګامونه پورته کړي دي چې پر انټرنیټ او د انټرنیټ له لارې نېغ په نېغه د مالوماتو پر شریکولو کنټرول ترلاسه کړي.

رپوټ زیاتوي چې په پاکستان کې د ۲۰۱۰م کال په منځ کې د حکومت له پلوه یوه داسې کمېټۍ جوړه شوې وه چې د تړلو لپاره هغه ویب پاڼې په ګوته کړي چې په ناڅرګند ډول د ملک او مذهب پر ضد سپکاوی کوي .

رپوټ د ایران په اړه لیکې ، په دې هیواد کې په ۲۰۰۹م کال کې تر لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو وروسته حکومتي چارواکو د انټرنیټ د ازادۍ په وړاندې یو اغېزمن کمپين چلولی وو.

رپوټ لیکي چې د انټرنیټ د ازادۍ د مخنیوي په لړ کې چې ایرانی چاروکو کوم ګامونه پورته کړي وو په هغه کې یو دا وو چې پر مهمو وختونو به یې د انټرنیټ رفتار یا سپیډ دومره ورو کړی چې نېغ په نېغه به مالومات نه شریک کېدل.

رپوټ لیکي چې په ایران کې له ۲۰۰۹م کاله راهیسې په انټرنیټي پاڼو لوی شمېر لیکونکي نیول شوي دي ، ان تر دې چې یو داسې کس چې پر انټرنیټي پاڼه باندې به یې لیکل کول هغه په بند کې مړ شوی هم وو.

رپوټ لیکي په ایران کې د اپوزېشن او خبري ویب پاڼو بندوونکې د ایراني سائبر ارمي په نامه یوه ډله وه چې وروسته بیا په ډاګه شوه چې تعلق یې د ایران له حکومتي چارواکو سره وو.

رپوټ د دې څېړنې له مخې لیکلي دي چې اردن ، روس ، تای لېنډ ، وینزوېلا ، او زمبابوې هغه مهم هیوادونه دي چیري چې په راتلونکې یوه کال کې داسې ښکاري چې کېدای شي د انټرنیټ ازادي له خطر سره مخامخ شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG