د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ای ایس ای مشر په امریکا کې د سي ای اې له مشر سره ویني


د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا
د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا
د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال احمد شجاع پاشا پر داسې مهال امریکا ته تللی دی چې د ترهګرۍ پر ضد د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ملګرتوب د کړکېچ ښکار دی.

د پاکستان د استخباراتو مرکزي ادارې آی اېس آی د پاشا د سفر په اړه مالومات نه دي ورکړي چې د نوموړي د سفر موخه څه ده. پاشا به په امریکا کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي آی اې له مشرانو سره ګوري.

د رپورټونو ترمخې د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ اړیکي د سي آی اې د هغه کارکوونکي له کبله خراب شول چې په تېره جنورۍ کې یې په لاهور کې دوه کسان وژلي ول.

پاکستان دا امریکایی وګړی چې رېمنډ ډېوس نومېده، سر بېره پر دې له ځانه سره ساتلی وو چې امریکا په بیا بیا ویل نوموړی سفارتي استثنا لري. رېمنډ تېره میاشت هغه مهال خوشې کړل شو چې د وژل شویو کسانو کورنیو ته پیسې ورکړل شوې.
XS
SM
MD
LG