د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان تر فشار لاندې دي.نیویارک ټایمز


په غزني کې افغان پولسی د نیول شویو وسلوالو طالبانو څارنه کوي
په غزني کې افغان پولسی د نیول شویو وسلوالو طالبانو څارنه کوي
سرچینه نیویارک ټایمز کالوټا ګال

ژباړه حسیبه شهید



نیویارک ټایمز ورځپاڼه په افغانستان کې په وسلوالو طالبانو باندې د راغلو فشارونو په اړه د کارلوټا ګال یوه لیکنه او تبصره خپره کړې چې وايي په افغان طالبانو باندې فشارونه په داسې حال کې زیات شوې چې ددوي د جګړې د زیاتوالی موسم دوبې رارسیدلی دی.


د کارلوته ګال په دې لیکنه کې د افغانانو امنیتي چارواکو اوطالبانو په حواله راغلي چې په دې وروستیو کې د یوشمیر طالبانو د وژل کیدو او په پاکستان کې ان ددوی په پټنځاینو کې ددوی له نیول کیدو سره داسې ښکاري چې کېدای شي ترمنځ یې یو درز رامنځ ته شوی وي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې له لورې په دې لیکنه کې د افغانانو له خولې راغلي چې د طالبانو ځينې غړي په داسې حال کې وژل شوي چې دوی په افغانستان کې د نوې جګړې لپاره په اوړي کې تیاری کاوه.

درې مهم طالب قوماندانان د پاکستان په کوټه په فبرورې کې ووژل شول.
څلورم قوماندان هم له افغانستان سره په پوله چمن کې په دزو ټپي شوې دې ویل کیږي چې دې قوماندانانو په د وسلوالوطالبانو مرکزي قومانده کوله.

دغه راز په پاکستان کې د کابل او زابل ولایتونو ، او هرات لپاره د وسلوالو طالبانو د یو نومول شوي والي په ګډون یوشمیر لوی قومندانان هم ونیول شول.

کارلوته ګال په کندهار کې د سرحدي پولیسو د یوه چارواکي په حواله وايي د طالبانو د پخواني دویم مشر ملابرادر ورور هم د پاکستاني پوځ لخوا ځکه ونیول شو چې له افغان حکومت سره یې خبرې اترې بندې کړې .

په لیکنه کې راغلي چې نیونه خو د پاکستان پوځي لخوا شوې خو په دې بیا هیڅ څوک هم ندي پوه چې د وسلوالوطالبانو د وژنو ترشا څوک دي.
خوطالبان وایی ددې وژنو ترشا لاس امریکایی جاسوسانو چې د پاکستاني او افغان اجنټانو کار اخلي لاس دی .

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په دې تبصره کې لیکوال زیاتوي چې په طالبانو باندې فشار وروسته له هغې زیات شو چې تیرکال دوی د افغانستان په جنوب کې خپل شتوالی دوه برابره کړ.او د طالب قوماندانو په ضد یی د ځانګړو ځواکونو شمیر زیات کړ.

د نیویارټایمز لیکواله کارلوټا ګال زیاتوي چې لاهم د وسلوالو اورپکو د قدرت په اړه بحث روان دی خو د افغان طالبانو په اړه پاکستانیان د ژورو معلوماتو له مخې وایی چې دوې تیرکال ډیرې ناکامۍ درلودې.خو په ځینو ځاینو کې یی خپلې مبارزې ته دوام ورکاوه.

په دې لیکنه کې په پاکستان کې د انساني حقونود نړیوالې ډلې د مشری سمینه احمد له خولې راغلي چې طالبان او ولسي ځاینه په نښه کوي او ځانمرګي بریدونه کوي چې وروستۍ بیلګه یې په کابل بانک باندې برید دی چې ډیره مرګ ژوبله یې درلوده ، او دا ددې معنی لري چې دوی اوس له ناټو او امریکایی ځواکونو سره د مخامخې جګړې جوګه ندي پاتي.

طالبان هرکله د لږې مودې لپاره د جګړې نه په شا کیږي او پاکستان ته مخه کوي، چې هلته یې کاروبار او کورونه دي او درملنه یی هم کیږي.

دوی زیاتره وخت په پیښور، کراچۍ او کوټه کې په نامالومه حالت کې ژوند کوي چې له کلونو راهیسې په میلونو افغانان پکې اوسي .


په پاکستان کې د امریکا د جاسوسې خلاف لیوالتیا وروسته له هغې زیاته شوه چې امریکایی کارکونکې ریمند ډیوس دوه پاکستانیان ووژل او له دې سره پاکستاني سیاستوالو په امریکایی جاسوسې ادارې یا سی اې اې تور ولګاوه چې په دې هیواد کې پټ پروګرامونه پرمخ بیایی .

کارلوټا ګال په اخره کې د ناټو،افغان او امریکایی چارواکو په حواله لیکې چې طالب مشران داوخت له دغو حالاتو څخه د وتلو لپاره هلې ځلې کوي.اود تیرکال ناکامیو باندې د برلاسي کیدو لپاره د نویو قوماندانو لټه کوي چې د افغانستان جګړې ته بیرته مخه کړي.
XS
SM
MD
LG