د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د نورستان پر وایګل ولسوالۍ د طالبانو قبضه


افغان پولیس وایي ، وسلوالو طالبانو د افغانستان شمال شرقی ولایت نورستان په وایګل ولسوالۍ قبضه کړي ده.

ددغه ولایت د پولیسو مشر شمس الرحمان وییلی دي، څه باندې ۳۰۰ طالبانو د ویګل په سیمه نن سهار وختي قبضه کړي، او په دغه وخت د نیټو ځواکونه هم موجود نه وو.

د طالبانو ویاند وییلي دي، دوی ته په دغه ولسوالۍ کنټرول حاصل دی، او نیټو وییلي دي، دوی به د دغې پیښې پلټنې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG