د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ پېښې په انځورونو کې



په کراچۍ کې د راییزنګ ټاییډ په نامه د جدید هنر په اړه یو نمایش تر تیب شوی چې پکې ګڼ شمیر هنرمندانو برخه اخیستې. د دې نمایش په اړه دي ګارډین ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلي په دې نمایش کې یوه هنر منده نوشین سعید ده چې تیر کال په احمدیانو باندې برید کې یی پلار وژل شوې وو.

هغې د خپل غم ښکاره کولو لپاره پخې شوې ډوډۍ د خپل فن د نمونې په توګه ایښودلې دي. دغه ډوډۍ یی د غوښې د پاسه ایښې دې چې د انسان د اندامونو په شکل کې دي.

ورځپاڼه د نوشین د خولې ليکي د پلار مرګ یی ټول ژوند بدل کړ. په پاکستان کې داسې پیښې اوس یوه عام خبره ده. چې دا درنه هیر کړي آیا دا ډوډۍ ده او که انسان.

ورځپاڼه د دې نمایش په اړه زیاتوي که څه هم په پاکستان کې د ډیرو هنرمندانو فن او کار مخ په وړاندې روان دې خو د دې شاته يوه لویه وجه ملک ته پیښې مسلې دي.

دغه نمایش په کراچۍ کې په موهاته محل کې ترتیب شوی. چې پکې د ۴۰ نه د زیاتو هنرمندانو د فن نمونې کتلولپاره تقریبا ۴۵۰۰۰ کسان په ژمي کې دې نمایش ته تللې دي.

په دې کې په شارجه کې انعام ګټونکې د عمران قریشي د فن نمونې هم شاملې دي. موهاته محل چې اوس یو میوزیم دې، مشره یی وایی چې په پاکستان کې فن او هنر ته توجه په زیاتیدو ده چې د هنري تخلیق لپاره جګړې او مذهبي مسلې هڅونکې دي.

ورځپاڼه زیاتوي د هنر ډیر قسمونه په دې ترڅ کې پرمخ تللې دي. چې په تیره میاشت کې په کراچۍ کې یوې ادبې میلې ته ګڼ شمیر خلک ادبي فن پارو کتلو لپاره تللې وو. په دې کې د ادبي شخصیتونو محمد حنیف، دانیال محیدین او محسن حامد نومونه شامل دي.

دې ګارډین ورځپاڼه لیکي په دې نمایش کې د وینو ډک یو کینوس هم اېښودل شوې چې د نیږدې نه د کتلو سره پکې ګلونه ښکاره کیږي. د دې سره سره د امریکایی ډرون نمونې هم ایښودل شوی چې له چت نه ځوړندې دي.

ورځپانه لیکی دا نمایش په پاکستان کې د سلمان تاثیر او د شهباز بټي د وژنې یاد ګیرنه ورکوي چې د اسلام پر ضد د بد ویلو په قانون باندې یی آواز پورته کړې وو.

که څه هم د یو شمیر هنرمندانو فن د پاکستان د سیاست په اړه دې. خو بیا ډير هنرمندان داسې دي چې په دې باندې کار نه کول غواړي. ډیر هنرمندانو نورو کورني او ښاري مسلو ته پام ګرځولې.

ورځپاڼه د یوې بلې هنرمندې نایزه خان د خولې لیکي چې مسلو ته برابره توجه ورکول یو ګران کار وو. د هغې په خبره یو خوا ته بمونه او ترهه ګر دي خو بلخوا داسې ډیرې مسلې د پام وړ دي چې د دود دستور او تاریخ سره تعلق لري. هغه وایی د فن په اړه ویل کیږي چې په ډیرو ځاییونو کې چپ پاتې دې. خو بیا دا ډیر څه ویلې هم شي چې مسله پيدا کولې شي.


ورځپاڼه د یو لیکوال موییدین په اړه لیکي چې د جګړو نه یی الهام نه دې تر لاسه کړې. بلکه قیصې یی د پنجاب د کلیوالو سیمو د غریب خلکو د ژوند په اړه دې. دغه شان یو بل هنرمند د مشرق او د مغرب په اړه یو شمیر تصویرونه نندارې ته ایښودلې دي. دې وای چې پاکستان کې مهمه مسله د اقتصاد ده نه که سخت دریځي.



په کراچۍ کې د راییزنګ ټاییډ په نامه د جدید هنر په اړه یو نمایش تر تیب شوې چې پکې ګڼ شمیر هنرمندانو برخه اخیستې. د ګارډین ورځپاڼې د دې نمایش په اړه په مقاله کې لیکلي چې کڼ شمیر هنرمندانو په پاکستان کې د روانو جګړو او حالاتو نه الهام اخیستې. خو بیا ېې نور هنرمندان هم په ګوته کړي چې کار او هنر یی د نورو کورني او ښاري مسلو سره تعلق لري. د دې مقالې غټ ټکی به د ملیحه امیرزاده نه واؤرو.
XS
SM
MD
LG