د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په برمل کې ځانمرګي برید ۲۴ تنه وژلي او ۵۹ ټپیان دي


د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه


نقیب الله متونوال مشال رېډیو خوست


د افغانستان پكتيكا ولايت په برمل ولسوالۍ كې یوه ځانمرګي بريد کونکي ۲۴ کسان وژلي او ۵۹ نور یې ژوبل کړي دي.


ناټو ځواكونو د باګرام پوځي اډې څخه په یوه اعلامییه کې ويلي چې د دوشنبې په شپه د پکتیکا په برمل ولسوالی کې د سړک جوړونې پر کارکونکو برید شوی دی،چې ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

وسله والوطالبانو د بريد مسووليت پرغاړه اخيستى او ادعا كوي، چې د يو كاماز ګاډي په وسيله يې د افغان او بهرنيو ځواكونو په ګډه پوځي اډه ځانمرګى بريد كړى او ګڼو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده،خو چارواکي یې دا ادعا نه مني.



د پكتيكا والي وياند مخلص افغان وايي، چې په دې بريد كې د سړك جوړونې کارکونکو ته مرګ ژوبله اوښتې، د نوموړي په خبره بريد په هغه كمپنى شوى چې د پكتيكا د سروبي او برمل ولسواليو ترمنځ غځيدلي سړك په جوړونه بوخت دي. او مرګ ژوبله هم كاركوونكو او ساتونكوته رسيدلې ده.

له دې پېښې يوه ورځ وړاندې افغان او ناټوځواكونوپه همدې برمل ولسوالۍ كې د دوولسو وسله والوطالبانو د وژل کېدو خبرورکړی وو.
XS
SM
MD
LG