د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیورینج کان کې مړه شوي په شانګله کې خاور ته وسپارل شو


۳۰ تنه مړي په شانګله کې خاورو ته وسپار شو.
۳۰ تنه مړي په شانګله کې خاورو ته وسپار شو.

نيازاحمد خان مشال ريډيو

د کوټې په سیورینج کې د سکرو(کوییلې) په یوه کان چې ۴۳ تنه مړه شویو وو د ۳۰ تنو مړي یې دشانګلې ميان کلي او شاه پورکې خاورو ته وسپارل شو. په دوی کې ۲۳ تنه د ميان کلي او اووه تنه دشانګلې شاه پورڅخه وو .

په دوی کې د اکثرو عمرونه له ۱۸ نه ۲۵ کلونو پورې وو او دکوټې په سیورینج سیمې په یوه کان کې یې مزدوري کوله.چې په کان کې دميتېن ګيس له چاودنې څخه مړه شوي وو.

ميان کلې چې د شانګلې مرکز الپورې نه شپږ کلوميټره لرې غرنۍ سيمه ده چې پکې نه بريښنا او نه هم د ټيلي فون اسانتياوې شته.د ۳۰ تنو د فاتحې پر مهال رسول خان وویل چې په هغه پېښه کې یې یو زوی او دوه ورېرونه مړه شوي دي .
په هغوی کې یو نهه میاشتې مخکې مزدوري له تللی وواو يو بیا په دا نژدو ورځو کې هلته تللی وو ،په سیمه کې مزدوري کار روزګار نشته ځکه خو مجبوره دي چې لرې کوټې ته په خواری پسې ولاړ شي.په دوی کې یوه په دا نژدو ورځو کې واده هم کړی وو.


بل تن شيربهادر وویل چې زوی محمد افسر یې د کان په پېښه کې مړ دی. څوورځې کيږي چې هلته تللی وو دغه به الله ته منظوره وه دلته مزدوري نيشته ځکه هلته تللی وو .د فاتحه پر وخت د کلي یوه مشر محمد قاسم وویل چې دا یو لوی ناورین دی .پروسږ کال هم ددې کلي نهه تنه په همدغسې یوه پېښه کې مړه شو.پر ټول کلي غم غوړېدلی دی.په دوی کې ځینې داسې وو چې تازه یې ودونه کړي وو او خپلو کورونو ته هم نه وو راغلي .

ددغه کلې پخوانی کونسلر وايي ،(( زموږ دسيمې خلک د مجبوری له لاسه کوټې ته ځي، دلته روزګار نشته،ځینې کمپنيانې دې خلکو ته پيشکي ۵۰ يا ۶۰ زره روپۍ ورکوي .دوی مجبوره وي چې دغه کان کښي کار وکړي.))


دغوربند ايکشن کميټې مشر موسۍ خان وویل چې ددغه پېښې دې پلټنه وشي .ځکه داسې راپورونه راغلي وو چې دغه کان خطرناک دی .خو بیا ولې پکې دوی کار روان کړی وو او دا دقانون خلاف ورزي ده چې پکې قيمتي خلک له مینځه ولاړل.دوی له صوبایي او مرکزي حکومت څخه وکړه چې له متاثره شویو خاندانونوسره دې مالي مرسته وکړل شي ، دوی په خبره چې دا ډېرې غریبې کورنۍ دي.

بلخوا په کوټه کې د بلوچستان د مزدورانو اتحادیې دتېري شنبې په شپه دسورینج سیمي دکان په چاودنه کي د ۴۳ کانکیندونکو د وژل کېدو دعدالتي پلټنې غوښتنه کړې.

سره له دې چي په هم هغه ورځ دبلوچستان حکومت ددې پېښي دپلټنولپاره ديوې کمېټۍ اعلان هم کړی، خودمزدورانوداتحاديې مشرانو پر حکومت سختې نیوکې کړې دي. داتحاديې مشرسرزمین افغاني تېرماځيګر ترخبري غونډي وروسته له مشال سره په خبرو کي وویل،((موږغوښتنه کوو چي ددې ډول پېښودمخنیوي لپاره دي يوه عدالتي کمېټۍ جوړه کړي. همداسي کمېټۍ چي اوس جوړه شوې له تېرو شلوکالوراهیسي جوړېږي، خوهیڅ هم په کې شوي نه دي.))

سرزمین افغاني په خبري غونډه کي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، دمړيو وارثانو ته دي لس لس لکه روپۍ ورکړل شي، ځکه چي ددوي په وینا دسورینج همدا پېښه دپاکستان په تاریخ کي په کان کي ترټولولويه پېښه ده.

په داسي حال کي چي دسورینج په دې کان کي لومړی پنځوس کانکيندونکي يادېده، سرزمین افغاني وایي همدومره وو، خو اووه اته تنه ترچاودني يوساعت مخکي له کان څخه وتلي و.

دده په ویناداسي قوانین شته چي په عملي کېدو به يې په سمدستي توګه داڅرګندېږي چي په کان کي څوک، څومره او دکوموسیموکانکيندونکي په کار بوخت و. نوموړي په دې اړه زیاته کړه،((د۱۹۹۲ دماينز قوانین دي چي په هغه کي دا په ښکاره ذکر شوی چي کوم کس لاندي کان ته کښته کېږي، دهغه نوم ،او دسيمي نوم به لیکل کېږي. خوله بده مرغه دلته په ډېری کانونوکي په دې قانون عمل نه کېږي. داکان چي يوسرکاري کان دی، نوبایدچي په دې په ښه توګه عمل شوی وی))

که يوپلوپه دې صوبه کي مزدوران لاهم په احتجاج دي، او پېښي دپلټنوغوښتنه کوي، نوبل پلود بلوچستان حکومت له خواپه خپرې شوې يوې خبرپاڼه کي ویل شوي، دمعدنیاتودوزیرمیرعبدالرحمن مینګل په مشری کي په يوې غونډه کي پرېکړه شوې،چي ډېرژر به ددې څانګي يوه ډله دکوټي په شمول په ټوله صوبه کي دکویلې دکانونودوره وکړي او دکانکيندونکوکاربه له نيژدې وڅاري. ترڅوپه راتلونکي کي ددې ډول پېښومخنیوی وشي.
XS
SM
MD
LG