د افغانستان په پلازمېنه کابل کې طالبانو ۲۱ کسان په دُرو وهلې دي.
د طالبانو د حکومت سترې محکمې يا سپريم کورټ د مارچ پر ۱۶مه، اعلان وکړ چې د عدالت د پریکړې له مخې دغه ۲۱ کسان د نشه يي موادو او شرابو د خرڅلاو په تور په دُرو وهل شوي دي.
د محکمې د اعلان له مخې، تورن کسان له لسو تر ۳۹ دُرو وهل شوي او له ۷ میاشتو نیولې تر دریو کلونو پورې ورته د بند سزا اورول شوې ده.
د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو عملي کیدل پراخ غبرګونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو کارپوهان وايي، په افغانستان کې په عام محضر کې د طالبانو له خوا د بدني سزاګانو عملي کیدل له بشري حقونو او نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.