د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي وايي، دی هیله لري چې په منځني ختیځ کې روانه جګړه د دې سبب نشي چې ولسمشر ټرمپ اوکرایین هیر کړي.
ولسمشر زلنسکي د مارچ پر ۱۴مه له خبریالانو سره د خبرو پرمهال ویلي،"په دې کې شک نشته چې د امریکا ټول پام منځني خیتځ او ایران ته دی، خو موږ نه غواړو چې امریکایان له لاسه ورکړو".
د هغه په ټکو، اوکرایین د بې پیلوټه الوتکو په له منځه وړلو کې ځانګړی مهارت لري. نوموړي ویلي چې اوکراین "پر خپلو متحدانو يې غږ کړی چې په دې برخه کې هر ډول مرستې ته چمتو دي".
دا په داسې حال کې ده چې امریکا او اسراییلو د فبرورۍ له ۲۸مې پر ایران بریدونو ته دوام ورکړی او ایران يې په ځواب کې پر منځني خیتځ هېوادونو بریدونه کوي.
د راپورونو له مخې، اوکرایین په منځني خیتځ کې د جګړې له پیل راهیسې د بې پیلوټه الوتکو د له منځه وړلو یو شمیر کارپوهان سیمه ته استولي دي.
ولسمشر زېلېنسکي د مارچ پر ۱۴مه رویترز خبري اژانس ته په مرکه کې ویلي وو،" د کارپوهانو د مرستې په بدل کې پیسې او ټکنالوژي غواړو".