د لاسرسي ځای

تازه خبر

لبنان وايي د اسراییل په هوایي برید کې ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي

د " جمعیت صحي اسلامي " په نوم دغه روغتیایي مرکز د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې پورې اړوند دی.
د " جمعیت صحي اسلامي " په نوم دغه روغتیایي مرکز د ایران له ملاتړه برخمنې حزب الله ډلې پورې اړوند دی.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې پر یوه روغتیایي مرکز د اسراییل په هوایي برید کې ۱۲ روغتیایي کارکوونکي وژل شوي او ۱ بل ټپي شوی دی.

یاد وزارت د مارچ پر ۱۴مه په بیان کې ویلي چې برید د لبنان په جنوب کې د اسراییل پولې ته نژدې شوی دی او د وزارت په وینا د پلټنې عملیات روان دي.

د " جمعیت صحي اسلامي " په نوم دغه روغتیایي مرکز د ایران ملاتړ لرونکې حزب الله ډلې پورې اړوند دی.

حزب الله یوه سیاسي پوځي ډله ده چې متحده ایالتونه یې ترهګر بولي، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي برخه تورلسټ کې شامله کړې ده.

د اسراییل پوځ وایي، دغه پیښه څیړي.

XS
SM
MD
LG