د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان رسنيوو ملاتړ سازمان: پاکستان کې ۲ افغان خبریالان نيول شوي

په کراچۍ کې پولیس د افغانانو د نيولو لپاره يو کور پلټي - انځور له ارشيفه
په کراچۍ کې پولیس د افغانانو د نيولو لپاره يو کور پلټي - انځور له ارشيفه

د افغانستان رسنیو ملاتړ سازمان (امسو) په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې په پاکستان کې ۲ افغان خبریالان نيول شوي دي.

هغې ادارې د مارچ پر دويمه په خپل بیان کې وويل چې ټاکل شوې هغه خبریالان په جبري توګه افغانستان ته ولېږدول شي. د هغو کسانو پېژندګلوي نه ده په ډاګه شوې خو په بیان کې زیاته شوې چې افغان خبریالان باید د پاکستاني پوځيانو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ د روانو شخړو له اثره محفوظ وي.

په خبرپاڼه کې هغه سازمان ويلي: "موږ په کلکو ټکو د افغان خبریالانو او د هغوی د کورنیو پر وړاندې هر ډول ځورونې، نیونې او جبري ستنولو بهیر غندو. جبري ستنول، په داسې حال کې چې یاد کسان د جدي امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي، د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د خوندیتوب له اصولو ښکاره سرغړونه ده."

سازمان غوښتنه کړې چې نيولي خبریالان دې افغانستان ته نه ستنوي. تر اوسه پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

کله چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې طالبانو په افغانستان کې حکومت ونيو نو په زرګونو افغانان غربي هېوادونو ته د تګ لپاره پاکستان ته ورغلل. په دوی کې ګڼ خبریالان هم دي چې لا هم خپلو وېزو ته منتظر دي. دوی په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سختدريځه پرېکړو او ژوند ته ورپېښو خطرونو له امله نه غواړي خپل وطن ته ستانه شي. خو پاکستان د ۲۰۲۳ کال راهیسې د افغانانو د اېستلو لړۍ پيل کړې او په دې وروستيوو کې چټکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG