د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خبریالانو خوندیتوب ادارې له پاکستانه پر رسنیو د محدودیتونو ليرې کولو غوښتنه کړې

د خبریالانو د خوندیتوب اداره (سي پي جې) په نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د خپلواکۍ لپاره کار کوي. انځور له ارشيفه
د خبریالانو د خوندیتوب اداره (سي پي جې) په نړۍ کې د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د خپلواکۍ لپاره کار کوي. انځور له ارشيفه

د خبریالانو د خوندیتوب ادارې (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس يا سي پي جې) د رسنیو د ازادۍ او د بشري حقونو لپاره د کارکوونکو ۱۷ نورو ادارو سره په ګډه پر پاکستان غږ کړی دی چې د خبریالاتو خوندیتوب او د مطبوعاتو د خپلواکۍ لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

یادې ادارې د فبرورۍ پر ۲۵مه پر اېکس (پخواني ټوېټر)پاڼه په یو بیان کې ویلي دي چې په همدې موخه د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ته یو لیک استول شوی او ترې غوښتل شوي دي چې د رسنیو د خپلواکۍ په اړه دې اییني او جهاني مسولیتونه پوره کړي.

په لیک کې راغلي دي چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې پر خبریالانو د بریدونو زیاتوالي او په حملو کې ښکېلو خواوو ته د سزاوو نه ورکولو د پاکستانيو خبریالانو لپاره د کار شرایط سخت کړي دی.

په دغه لیک کې د ارشد شریف په ګډون د ځینو وژل شویو خبریالانو نومونه هم اخیستل شوي دي او ویل شوي دي چې له کورنیو سره دې یې باید انصاف وشي.

همدا رنګه یادې ادارې له پاکستانه غوښتي دي چې د خبریالانو د ځورونې او هغوی ته د دړکو ورکولو مخه دې ونیول شي.

د پاکستان حکومت لا تراوسه هغه ليک ته رسمي ځواب نه دی خپور کړی خو تر دې وړاندې يې دعوه کړې ده چې هلته مطبوعات ازاد دي او د خبريالانو د خونديتوب او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره يې اړين اقدامات کړي دي.

پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د خبریالانو لپاره خطرناک بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG