په منځنۍ کورمه کې پاړه څمکنۍ ته د ورغلې مرکزي لارې تړل کېدو ځايي خلک اندېښمن کړي او له حکومته یې د پرانیستو غوښتنه کوي.
ځايي خلکو د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې له تېرو دوو اونیو راهیسې د پاکستان پوځ دا لاره په سرپاخ سیمه کې تړلې ده. محمد اسحاق څمکني په نوم یو ځايي تن مشال راډیو ته وویل، د لارې د تړل کېدو له وجې دوی اړ شوي دي چې پر اوږدو او خرابو لارو ډوګر، صدې او نورو سیمو ته تګ راتګ وکړي.
د منځنۍ کورمې خلکو د فبرورۍ پر ۱۴مه د یوې احتجاجي غونډې پر مهال له حکومته غوښتنه کړې وه چې د هغوی لارې دې په مکمل ډول خلاصې کړل شي. دوی همدا رنګه د عملیاتو پر مهال د نیولو شویو د دوی په وینا د "بېګناه کسانو" د خوشې کولو او پر ولسي کورونو د بمبارۍ د مخنیوي غوښتنه هم کوله.
په منځنۍ کورمه کې له تېرو څه باندې څلوورو میاشتو راهیسې د وسلوالو ډلو خلاف د پاکستان د پوځ عملیات روان دي. هغه عملیات د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر اوومه په منځنۍ کورمه کې د پاکستان د پوځ پر یوې قافلې د وسلوالو له بریده وروسته پیل شوي ول.
په منځنۍ کورمه کې د عملیاتو له وجې د فبرورۍ تر ۲۰مې نېټې پورې تر ۱۸،۰۰۰ زیاتې کورنۍ وتلې دي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
په کورمه کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې د صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) مشر شیراز باچا د فبرورۍ پر ۱۹مه مشال راډيو ته وویل، هغه کورنۍ یې په اکتوبر کې په عليشېرزیو، مسوزیو او زهمشت سیمو کې د عملیاتو له پرېکړې راهیسې ثبت کړې دي.
خو کډې یوازې عليشېرزیو، مسوزیو او زهمشت قبیلو کړې دي، پاړه څمکنۍ قبیله تر اوسه په خپله علاقه کې موجوده ده او کډې یې نه دي کړي. د پاړه څمکنۍ یو مشر احسان الله احسان د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل، مشرانو په شریکه پرېکړه کړې ده چې د هغوی د سیمې یو تن به هم کډه نه کوي او که چا یې سرغړونه وکړه نو ۵۰ لکه روپۍ به جرمانه ورکوي.
د منځنۍ کورمې د انتظامیې یو چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو د اجازې نه درلودلو له وجې یې د نوم پټ ساتلو په شرط له مشال راډیو سره خبرې کولې، د فبرورۍ پر ۲۱مه یې مشال راډیو ته وویل چې د منځنۍ کورمې خلک اړ دي چې سیمه پرېږدي او کډه وکړي. نوموړی وايي، دا کار ځکه اړین دی چې پوځ په سیمه کې عملیات کوي او که خلک کډه ونه کړي نو دا وېره شته چې د عملیاتو پر مهال به تاوان ور ورسېږي.
په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.
حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.