امريکا د پاکستان د سیند صوبې په ښوونځيو کې ماشومانو ته د خوړو ورکولو لپاره د ۸۰ مېليونو ډالرو پروژه اعلان کړی دی.
په کراچۍ کې د امريکا کونسلګرۍ د فبرورۍ پر ۱۹مه پر اېکس په بیان کې ويلي دي چې په دې پیسو به د لومړنيو زدکړو په شاوخوا ۱،۳۰۰ ښوونځيو کې له ۲۰۰،۰۰۰ زياتو زدکوونکو ته پاخه خواړه او يا هم کور ته وړونکی راشن ورکوي.
بيان زياتوي چې په دې اړه د امريکا او سيند حکومتي چارواکو د فبرورۍ پر ۱۸مه په کراچۍ کې تفاهمليک لاسليک کړ.
د خبرپاڼې له مخې، دا پروژه به د ملګرو ملتونو د خوړو نړیواله اداره (ډبلیو اېف پي) او د ماشومانو د ژغورنې نړيوال ناحکومتي سازمان "سېف دي چېلډرن" د پاکستان څانګه پرمخ وړي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې امريکا هڅه کوي چې پاکستان په خپلو ښوونځيو کې ماشومانو ته د خوړو برابرولو مسووليت په خپله غاړه واخلي او پر بهرنۍ مالي مرستو تکيه ختمه کړي.