سعودي عرب اعلان وکړ چې د روژې میاشت لیدل شوې او د فبرورۍ پر ۱۸مه به لومړۍ روژه وي چې د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې میاشتې له لومړۍ نېټې سره سمون خوري.
د سعودي عرب حکومت پر اېکس د فبرورۍ د ۱۷مې نېټې په ماښام د روژې د میاشتې د لیدل کېدو خبر خپور کړی دی.
د سعودي عرب په ګډون په ګڼو عربي هېوادونو کې به د فبرورۍ پر ۱۸مه د روژې لومړۍ ورځ وي خو د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر اوسه د روژې رسمي اعلان نه دی کړی.