د لاسرسي ځای

تازه خبر

مارکو روبیو: امریکا اوس هم ناټو اتحاد ته کلکه ژمنه ده

مارکو روبیو د فبرورۍ پر ۱۵مه د سلواکیا له وزیراعظم رابرت فیڅو سره د خبري غونډې پرمهال.
مارکو روبیو د فبرورۍ پر ۱۵مه د سلواکیا له وزیراعظم رابرت فیڅو سره د خبري غونډې پرمهال.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن اوس هم ناټو اتحاد ته کلک ژمن دی.

نوموړي دا خبره په میونېښ (مونشن) کې کلنۍ امنیتي غونډې ته تر وینا کولو یوه ورځ وروسته د سلواکیا په پلازمېنه براتېسلاوا کې خبریالانو ته وکړه.

نوموړی د لنډ وخت لپاره هغه ښار ته ورغلی وو چې له ناټو څخه د امریکا د وتلو په اړه اندېښنې لیرې کړي.

مارکو روبیو د فبرورۍ پر ۱۵مه د سلواکیا له وزیراعظم رابرت فیڅو سره ګډې خبري غونډې ته هغه اندېښنې رد کړې چې په اروپا کې د امریکايي سرتېرو د وروستیو بدلونونو له امله پیدا شوې وې.

په اروپا کې عموماً له ۸۰،۰۰۰ څخه تر ۱۰۰،۰۰۰ پورې امریکايي سرتېري دېره وي چې په شمېر کې یې دا ډول بدلون له عملیاتو، روزنیزو تمرینونو او نوبتي تعیناتۍ سره تړل وي.

امریکا د ۲۰۲۵ز کال په مني کې ویلي ول چې د ۱۰۱مې هوايي فرقې سرتېري، چې زیاتره غړي یې په رومانیا کې مېشت وي، په بل ځای کې تعیناتوي او له دې وجې پیدا شوې تشه نه ډکوي.

XS
SM
MD
LG