د لاسرسي ځای

تازه خبر

په عمان کې د کښتۍ ډوبېدو ۳ تنه وژلي دي

د عمان په سمندر کې وخت نا وخته داسې پېښې رامينځ ته کېږي. (انځور: ارشیف)
د عمان په سمندر کې وخت نا وخته داسې پېښې رامينځ ته کېږي. (انځور: ارشیف)

د عمان پولیسو ویلي چې د هغه هېواد په سمندري حدودو کې یوه کښتۍ ډوبه شوې چې پکې درې تنه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

فرانس پرېس او رویټرز اژانسونو پر اېکس پاڼه د عمان د پولیسو د یو بیان په حواله لیکلي دي چې په کښتۍ کې د سيلانيانو د لارښود په ګډون ۲۵ فرانسوي سيلانيان سپاره ول چې د عمان له سلطان قبوس بندره څه د پاسه دوه میله لیرې په اوبو کې واوښته.

د اژانسونو په راپورونو کې په کښتۍ کې د موجودو نورو کسانو د وضعیت او د پېښې په اړه نور معلومات نه دې ورکړل شوي، خو پولیسو ویلي چې د پېښې د لامل معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اژانسونو په وینا، عمان ته په وروستیو کې د بهر ملکي سيلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

اژانس فرانس پرېس لیکلي چې په ۲۰۲۴ز کال کې هغه هېواد ته نیږدې څلور مېلیونه سيلانيان ورغلي ول او د هغه هېواد حکومت پايښت لرونکي سيلګرۍ ته په پام سره دا هدف لري چې تر ۲۰۴۰ز کاله د سيلانيانو دا شمېر درې چنده زیات کړي.

XS
SM
MD
LG