باجوړ جرګه: خلک دې نور په غم او ښادۍ کې زیات لګښتونه نه کوي
د باجوړ په زېګي ماموندو کې یوې جرګې د ګران بیه دودونو او رواجونو د ختمولو اعلان کړی دی او وايي، د دې موخه د اصراف مخنیوی او په غم او ښادۍ کې د بېوزلو ګډون باوري کول دي. د جنورۍ پر ۲۵مه په جرګه کې ولسي مشرانو، دیني عالمانو او ولسي وګړو ګډون وکړ. جرګې پرېکړه وکړه چې یوازې دوه ګاډي باید د واده په جنج ولاړ شي، داراز، که څوک له حج یا عمرې ستنېږي نو د هغه ستړي مه شي ته هم باید یوازې دوه ګاډي هوايي ډګر ته ورشي. جرګې داراز پرېکړه کړې چې د واده زلمي کورنۍ به ناوې ته یوازې یوه توله سره زر جوړوي. د سیمې ډېریو خلکو د جرګې د پرېکړو هرکلی کړی، خو د یوې کلیوالي شورا یا کونسل مشر ملک شاه ولي خان مشال راډيو ته وویل چې له نورو پرېکړو سره همغږی دی خو ناوې ته زیات سره زر اخیستل هغه ځواکمنوالی شي ځکه چې هلته هسې هم خلک په میراث کې ښځو ته ونډه نه ورکوي. په دې اړه تفصیل په رپورټ کې واورئ.