د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له چین سره د کرنیزې سوداګرۍ لسګونه تفاهم لیکونه لاسليک کړي دي


د پاکستان د خوړو وزیر رانا تنویر حسېن د جنورۍ پر ۲۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کوي.
د پاکستان د خوړو وزیر رانا تنویر حسېن د جنورۍ پر ۲۰مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وينا کوي.

د پاکستان د خوړو وزیر رانا تنویر حسېن وايي هېواد یې له چین سره په دوه اړخیزې کرنیزې سوداګرۍ کې پر پانګونې سلا شوی دی.

نوموړي دا څرګندونې د جنورۍ پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د چین او پاکستان ترمینځ د کرنیزې سوداګرۍ د پانګونې په اړه د دوه ورځني کنفرانس په پای کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

اسلام اباد او بیجېنګ په دې کنفرانس کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سېکټورونو ترمینځ د ۴.۵ مېلیاردو ډالرو په ارزښت ۷۸ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

رانا تنویر حسېن خبریالانو ته وویل چې د تفاهم لیکونو د عملي کولو لپاره په اسلام اباد او بیجېنګ کې ځانګړې څانګې جوړې کړل شوې دي.

د نوموړي په وینا له چین سره په کرنیزو چارو کې د دوی ګډه همکاري به د صادراتو (برامداتو) په زیاتولو کې مرسته وکړي.

حسېن وايي چې په اسلام اباد کې د کرنیزو چارو د پانګونې کنفرانس ته ۱۶ چینايي او ۱۶۵ پاکستاني شرکتونه وربلل شوي ول.

  • انځور سایز

    راشد خټک

    راشد خټک په اسلام اباد کې د مشال راډيو خبريال دی او د پاکستان پر سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG