د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ وايي ځان یې خپله قانع کړی چې پر ایران به برید نه کوي


د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ فلورېډا ته د تګ پر مهال - د جنورۍ ۱۶مې انځور
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ فلورېډا ته د تګ پر مهال - د جنورۍ ۱۶مې انځور

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي هغه ځان په دې خبره قانع کړی دی چې پر ایران به برید نه کوي.

ټرمپ د جنورۍ پر ۱۶مه له سپینې ماڼۍ د باندې خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، تهران په مبینه ډول سلګونه پلان شوي اعدامونه لغوه کړي دي. د نوموړي په وینا ایران له ۸۰۰ د زیاتو کسانو د اعدامولو پلان جوړ کړی وو خو هېڅوک یې په دار نه کړل. ټرمپ وايي، همدا د ایران پر ضد د امریکې د پوځي اقدام څخه د تېرېدو مهمه نقطه ده.

د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګه لیکي، ایران په زغرده نه دي ویلي چې ۸۰۰ کسان اعداموي او یا هم له خپلې هغې پرېکړې په شا شوی دی.

په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې.

د بشري حقونو ادارې وايي ايران کې له ۳،۰۰۰ زيات کسان وژل شوي او زرګونه زنداني شوي دي.

XS
SM
MD
LG