د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونیسېف) ويلي دي چې په افغانستان کې به په روان ۲۰۲۶ز کال کې ۲۱.۹ مېليونه کسان، چې ۱۱.۶ مېلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا ولري.
یونیسېف پر خپله ووبپاڼه کې په یوه راپور کې ليکلي دي چې په دې هیواد کې د خوندیتوب بحران لا ژور شوی او د زېږون پر عمر برابرې ښځې، ماشومان، ځوانان او منزوي شوې ډلې له زیاتېدونکو خطرونو سره مخامخ دي.
راپور زياتوي چې په بيړني ډول ۹۴۹.۱ مېلیونه امریکايي ډالرو ته اړتیا لري چې دا ډول ۱۲ مېلیونه کسانو ته، چې په کې ۶.۵ مېلیونه ماشومان پکې شامل دي، د ژوند ژغورنې مرستې او بنسټیز خدمتونه چمتو کړي.
د ادارې په وینا، دا پانګونه به د بيړنیو بشري اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ د ټولنې اوږدمهاله تیاری او مقاومت پیاوړی کړي.
یونیسېف ویلي، له افغانستان سره دا ملاتړ ځکه ډېر مهم دی چې په دې هیواد کې هر ماشوم ته د ژوندي پاتې کېدو او ودې فرصت برابر شي.