په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وایي، په تیرو دریو ورځو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې سېلابونو او بارانونو ۱۲ کسان وژلي دي.
هغې ادارې د جنورۍ په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې وویل چې، لږ تر لږه ۱۱ کسان ټپيان شوي هم دي. دا مرګ ژوبله په کاپیسا، پروان، دایکنونډي، ارزګان، کندهار، هلمند، بادغیس، فاریاب، بدخشان، هرات او فراه کې اوښتې ده.
د خبرپاڼې ترمخه، د بارانونو او سېلابونو له وجې ۲۷۴ کورونه په بشپړ ډول ويجاړي ۱۵۶۰ کورونو ته جزوي زیان اوښتی دی.
په افغانستان کې د تیرو درې ورځو په ترڅ کې د ورښتونو له امله یوشمیر مالي زیانونه هم اوښتې دي او د شاوخوا ۱۲۰۰ څارویو د له منځه تللو خبرونه خپاره شوې دي.