د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د ډيزلو او پيټرولو بیې کمې کړې دی


په پېښور کې د تېلو يو پمپ - انځور له ارشيفه
په پېښور کې د تېلو يو پمپ - انځور له ارشيفه

د پاکستان حکومت د دیسمبر په ۳۱مه اعلان وکړ چې پيټرول او ډيزل یې ارزانه کړي دي.

د انرژۍ وزارت پيټروليم څانګې د دیسمبر پر ۳۱مه، ماښام ناوخته په يوه اعلاميه کې وويل چې پيټرول يې د لیټر په سر ۱۰ روپۍ او ۲۸ پيسې ارازنه کړي دي او اوس د يو ليټر پيترولو نوی نرخ ۲۵۳ روپۍ او ۱۷ پیسې شوی دی. په اعلاميه کې دا هم راغلي دي چې د يو ليټر ډيزلو په نرخ کې ۸ روپۍ او ۵۷ پیسې کمی شوی دی او اوس د يو ليټر ډيزلو نوې بيه ۲۵۷ روپۍ او ۸ پيسې ټاکل شوې ده.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې په هرو ۱۵ ورځو کې د تېلو قيمتونو ته کتنه کيږي او بیا یې نرخونه اعلانېږي. د پاکستان د پيټروليم څانګه وايي په نړیوال بازار کې د تېلو نرخونو ته په کتو یې د پېټرولو او ډیزلو تازه نرخونه د تيلو او ګيس انتظام کونکې ادارې (اوګرا) په سپارښتنه اعلان کړي دي.

XS
SM
MD
LG