د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان بهرنيوو چارو وزير په ۳ ورځني سفر چين ته ځي


اسحق ډار د وينا په حال کې - انځور له ارشيفه
اسحق ډار د وينا په حال کې - انځور له ارشيفه

د پاکستان مرستیال وزيراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به د جنورۍ په څلورمه چين ته ځي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د دیسمبر پر ۳۱مه، په يوه خبرپانه کې وويل چې دا سفر د دواړو هیوادونو ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريوو د پراخولو عکاسي کوي. د بهرنيو چارو وزارت وايي د دې سفر هدف د سیمه ییزې سولې، ثبات او دوامداره پرمختګ لپاره د دوي ژمنتيا تکرارول دي.

بلخوا د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ويلي دي چې د پاکستان بهرنيو چارو وزير به د جنورۍ له درېیم څخه تر شپږمې پورې د دغه هېواد سفر وکړي. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا خبرې د دوه اړخیزو ګټو او نړیوالو پرمختګونو بیاکتنې لپاره یو منظم پلیټ فارم چمتو کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیند د کورنیو چارو وزیر د ډېسېمبر پر ۲۵مه وويل چې په تېره يوه اونۍ کې یې د انټرنېټي جرمونو په تور ۳۴ کسان نیولي چې ورڅخه یې ۱۵ چینایان او نور پاکستانیان دي.

XS
SM
MD
LG