د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکيې د ۳۵۷ داعش غړو د نيولو دعوه کړې ده


د ترکيې پولیس د څار په حال کې - انځور له ارشيفه
د ترکيې پولیس د څار په حال کې - انځور له ارشيفه

د ترکیې چارواکي دعوه کوي چې په ۲۱ ولايتونو کې یې په عملياتو کې د داعش وسله والې ډلې ۳۵۷ کسان نيولي دي.

د ترکیې د کورنيوو چارو وزير، علي پرليکايا د دیسمبر پر ۳۰مه، پر اېکس ليکلي چې هغه کسان د تېرې ورځې په عملياتو کې نيول شوي دي. نوموړي د عملياتو د ويډيو په خپرولو سره زیاته کړې چې دا کاروايي د ترهګرۍ ضد او د ولايتونو پولیسو په شريکه کړې ده.

دا مشکوک کسان په داسې حال کې نیول شوي چې د دیسمبر پر ۲۹مه، د ترکیې په شمال لویدیځ کې په یوه وسله واله نښته کې ۳ پولیس وژل شوي او ۶ وسله وال ټپیان شوي وو.

يوه اوونۍ وړاندې هم، د ترکیې پولیسو دعوه کړې وه چې له سلو ډیر کسان یې له داعش ترهګرې ډلې سره د تړاو په تور نیولي دي. پولیسو هغه مهال په يوه خبرپاڼه کې تور پورې کړی وو چې نيول شويو کسانو د کریسمس پر مراسمو د برید پلان درلود.

تر اوسه پورې د دې دعوو په اړه داعش وسله والې ډلې څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG