د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس وايي اوکراين د ولسمشر پوتين پر کور حمله کړې خو اوکراین دا نه مني

 په نوګورود سیمه کې، له سيټېلایټ حخه اخیستل شوی د ولسمشر پوتين د هستوګنځای تصویر
په نوګورود سیمه کې، له سيټېلایټ حخه اخیستل شوی د ولسمشر پوتين د هستوګنځای تصویر

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف ادعا کړې چې اوکراین د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو کور په نښه کړی خو ناکامه شوی دی.

نوموړي د دیسمبر پر ۲۹مه پر ټیلیګرام په خپاره کړي بیان کې ویلي چې اوکراین په دې برید کې ۹۱ ډرونونه کارولي خو د هغه په وینا، "دا ترهګر برید" یې شنډ کړی او څه زیان نه دی اوښتی. لاوروف زیاته کړې چې روسیه به دا برید بې ځوابه پرېنږدي. نوموړي دا هم ویلي چې د غبرګون په توګه یې هدفونه او د هغوی په نښه کولو لپاره د وخت انتخاب هم کړی دی.

د روسي چارواکو په خبره، د هغې حملې کوښښ د شمالي روسیې په نوګورود سیمه کې د ولسمشر پوتين پر يو هستوګنځای شوې وه.

خو د اوکراین ولسمشر، وولودیمیر زیلېنسکي بیا په یو بیان کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا ادعا دروغ بللې ده. هغه ویلي چې روسیه د اوکراین او امریکا ترمنځ خبرې اترې بې ارزښته کول غواړي او د دې لپاره زمینه برابروي چې د اوکراین پر پلازمېنه او حکومتي ودانیو بریدونه وکړي.

د زیلېنسکي په وینا، روسیه جګړه درول نه غواړي بلکې د هغوی مخه یوازې په دې توګه نیول کېدای شي چې فشار ورباندې زیات کړل شي.

بل پو امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روسیې له خوا پر اوکراین د پورې شوي تور په اړه د دیسمبر پر ۲۹مه په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل چې دی د روسي ولسمشر له خولې په دې اړه خبر شوی دی. ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې دی په دې ډېر غصه شوی دی. هغه وويل چې اوس ډير نازک حالت دی او باید دا قسمه کارونه ونشي. کله چې یوې خبریالې له هغه وپوښتل چې ایا فکر نه کوئ چې ښايي دا برید نه وي شوی نو ولسمشر ټرمپ وويل: "تاسو واياست چې دا برید نه دی شوی. ممکنه ده چې نه وي شوی خو ماته پخپله ولسمشر پوتين وویل."

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن وايي د روسیې او اوکراین ترمنځ د جنګ ودرولو کوښښونه یې تېز کړي دي. دا جنګ د ۲۰۲۲ کال په فرورۍ کې هغه مهال پيل شو چې روسیې پر اوکراين یرغل وکړ. تر هغې وروسته روسي ځواکونو د اوکراين ګڼې برخې نيولي او د دواړوو خواوو په زرګونو پوځيان وژل شوي دي.

  • انځور سایز

    بوریوال کاکړ

    بوریوال کاکړ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د پاکستان او افغانستان پر سیاسي او امنیتي چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG