د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي، په باجوړ کې ۵ وسلوال او یو مېجر وژل شوي


په باجوړ کې وخت نا وخته پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي. (انځور: ارشیف)
په باجوړ کې وخت نا وخته پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان پوځ وايي د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې ۵ وسلوال او یو مېجر وژل شوي.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار – د ډېسېمبر پر ۲۹مه په یو بیان کې ویلي چې دا پېښه په هم دې ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې د باجوړ په بايي چینه ګۍ کې رامنځ ته شوې ده.

بیان زیاتوي چې د وسلوالو په برید کې د مېجر عدیل زمان په نامه پوځي افسر وژل شوی او د پوځ په ځوابي ډزو کې ۵ وسلوال هم وژل شوي دي.

د وسلوالو له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG