د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ ۲۱ هېوادونو د اسراييلو لخوا د سومالي لېنډ په رسميت پېژندل غندلي


د سومالي لېنډ مرکز هرګېسا يوه سیمه
د سومالي لېنډ مرکز هرګېسا يوه سیمه

د پاکستان په شمول ۲۱ هېوادونو د اسراییل هغه ګام رد کړی چې د سومالي لېنډ په نامه سیمه یې د يو هېواد په توګه په رسمیت پېژندلې ده.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دیسمبر پر ۲۸مه پر خپله ویبپاڼه په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د نړۍ له ځينو نورو هېوادونو سره يو ځای د اسراييل هغه ګام غندي. د اسراييل د هغه کار په غندونکو کې سعودي عرب، پاکستان، قطر، اردن، افغانستان، مصر، ترکیه او د افریقې يونين غړي هېوادونه شامل دي.

اسراییل د دیسمبر پر ۲۶مه نېټه د نړۍ لومړی هیواد شو چې سومالي لېنډ یې په رسميت پېژندلی.

د سومالي لېنډ په نامه سیمې په سومالیه کې تر کورنۍ جګړې وروسته، په ۱۹۹۱ کال کې ځان د يو بېل هېواد په توګه اعلان کړی وو. له هغه راهیسې ځانته حکومت، اساسي قانون، ولسمشر، پوځ او کرنسي لري خو تر اوسه د نړۍ یوه هیواد هم په رسمیت نه وو پېژندلی.

XS
SM
MD
LG