د پاکستان د مالیې وزارت وايي وفاقي حکومت له قامي مالیاتي کمېشن او نورو لارو په مستقل ډول خيبر پښتونخوا ته د مالي وسايلو رسول باوري کړي دي.
د خزانې وزارت د ډېسېمبر پر ۲۰مه پر اېکس پاڼه په خپره کړې رسمي خبرپاڼه کې لیکلي چې له دې کاره یې هدف د خيبربښتونخوا مالي ضروتونه پوره کول، پرمختیايي چارې چټکول او د ترهګرۍ ضد جنګ او په خیبر پښتونخوا د قبايلي سيمو تر ګډېدو وروسته اوسنیو ننګونو له منځه وړل دي.
وزارت وايي د ۲۰۲۵م کال د ډېسېمبر پر ۱۷مه، د خیبر پښتونخوا حکومت ته ۴۶.۴۴ اربه روپۍ جاري کړل شوې دي.
د پاکستان د خزانې وفاقي وزارت وايي د ۲۰۱۰م کال له جولای د ۲۰۲۵م کال تر نومبره دې صوبې ته له قابل تقسيم محاصلو څخه په مجموعي توګه خپله برخه ۵،۸۶۷ اربه روپۍ ورکړل شوې دي.
بيان زياتوي چې په دې موده کې خیبر پښتونخوا ته د ترهګرۍ ضد جنګ کې هم ۷۰۵ اربه روپۍ ورکړل شوې دي.
د پاکستان د خزانې وزارت دا بیان له هغه وروسته راغلی دی چې د خیبر پښتونخوا اعلا وزير سهېل اپرېدي پر وفاقي حکومت تور پورې کړ چې د قامي مالیاتي کمېشن د وسايلو د وېش له فارمولې سره سم فنډونه نه ورکوي.
د ده په وینا، د دې له کبله په ضم شویو قبایلي ضلعو کې پرمختيايي کارونه ځنډيدلي دي.