د خیبر پښتونخوا په کورمه ضلع کې د وسلوالو ضد د ممکنه پوځي عملیاتو وړاندې له سیمي څخه بې کوره شویو کورنیو د خپلو غوښتو لپاره احتجاج کړی دی.
د علي شیرزو او مسوزو متاثرینو د اکتوبر پر ۱۴مه په ساتین چوک کې د پرلت پر مهال خپلې غوښتنې وړاندې کړې چې پکې مهمه هغه يې د ټل او هنګو پر ځای په خپله سیمه کې ورته د اوسېدو لپاره د کېمپونو جوړولو ده.
د مسوزو ځايي مشر ملک سیف الله مسوزي مشال رېډيو ته وویل چې دوی په سیمه کې د وسلوالو خلاف د ممکنه پوځي عملیاتو له کبله خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي نو پکار ده چې حکومت ورسره د کډوالو په حیت مرستې وکړي.
مظاهرچیانو دړکه ورکړې ده چې که يې غوښتنې و نه منل شوې نو احتجاج به لاپسې پراخ کړي.
حکومت په منځني کورمه کې د وسلوالو خلاف فیصله په جوګي قلا کې د پوځ پر قافله د وسلوال برید وروسته کړې ده. د اکتوبر پر اوومه په هغه برید کې دوو پوځي افسرانو په ګډون ۱۱ امنیتي سرتېري وژل شوي ول.
تر اوسه د عملیاتو اعلان په رسمي توګه نه دی شوی. خو د منځنۍ کورمې له مختلفو سیمو ډېرو کورنیو کډې پیل کړي دي.
د منځني کورمې مرستیال کمیشنر عقیل جاوید د اکتوبر پر ۱۵مه مشال رېډیو ته وویل چې د علې شیرزو او مسوزو مشرانو سره تر مذاکراتو پس احتجاج ختم کړل شوی دی. نوموړي هوډ څرګند کړ چې د دوی غوښتنو د پوره کېدو لپاره به هلې ځلې کوي.
د مشال راډیو ایپ ښکته کړئ
که غواړئ چې بې له خنډ او ځنډه د مشال راډیو ټولو مطالبو ته لاسرسی ولرئ نو له ایپ سټور او ګوګل پلې څخه اپليکېشن ډاونلوډ کړئ.
-
طارق اورکزی
طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.