د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او بنګلادېش په درېيمه يو ورځنۍ لوبه کې يو بل ته مخامخېږي

افغان لوبغاړی رحمان الله ګوربز د بنګلادېش خلاف توپوهنه کوي - انځور له ارشيفه
افغان لوبغاړی رحمان الله ګوربز د بنګلادېش خلاف توپوهنه کوي - انځور له ارشيفه

د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د يو ورځنۍ يا ۵۰ اووريزې لوبلړۍ درېيمه او وروستۍ سيالي کوي.

د متحده عربي اماراتو د شارجې په لوبغالي کې دغه لوبه د اکتوبر پر ۱۴مه (نن) د پېښور پر وخت د مازيګر پر پینځه او د کابل پر څلور نيمو بجو پيلېږي.

تر دې وړاندې په شويو لومړيو دواړو لوبو کې افغانستان بنګلادېش ته ماتې ورکړې او لوبلړۍ يې ګټلې ده.

تر ۵۰ اووريزو سياليو وړاندې، افغانستان او بنګلادېش درې ۲۰ اووريزه سیالۍ هم وکړې چې ټولې بنګلادېش وګټلې.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG